(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۵) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ مازدیګر مهال وسله والو طالبانو د دولتي عسکرو په هغه قوه برید کړی، چې کندز ښار ته یې نظامي توکي لیږدول.
طالبانو په یوه خبر کې ویلي، چې تیره ورځ مازدیګر مهال د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند کندز ته په غزیدلي لویه د دولتي عسکرو په لوی نظامي او اکمالاتي کاروان د طالبانو لخوا تعرضي عملیات ترسره شول، ددوی په وینا په برید کې ۶۳ نظامی او اکمالاتي موټر ویجاړ شول.
طالبانو ویلي، چې په لسګونو ټانګونه، رینجر موټر او اکمالاتي موټر یې له ګڼ شمیر وسلو او مهماتو سره نیولي، چې د مجاهدینو له لوري مصئونو ځایونو ته لیږدول شوي.
ځینو سرچینو ویلي دي، چې طالبانو په دې جګړه کې ۴۴ ټانګونه، رینجر او اکمالاتي موټرې له ځان سره بیولي دي.
طالب ویاند زیاتوي چې دولتي عسکر له سیمې نه د سختې ورخطايې په حالت کې وتښتیدل.
دولتي سرچینو په ډې اړه څه نه دي ويلي؛ خو دوی د بغلان په پلخمري کې جګړه تائيدوي او وايي چې په سیمه کې له سختونښتو وروسته یې طالبان په شا تمبولي دي.
طالبانو بیا ویلي، چې ددوی ملګري په همغګۍ سره مخ په وړاندې روان دي او نه پریږدي چې د کندز ښار ته کومکي قوه ورشي.


















