پاکستان د ناموسي وژنو په اړه نوی قانون تصویب کړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۶) زرغون خوږیاڼی

د پاکستا پارلمان د ناموسي قتل په اړه نوی قانون تصویب کړی، چې په اړه یې یو شمیر علماءو سخت مخالفت څرګند کړی دی.

تیره ورځ د پاکستان پارلمان په یوه ناسته کې د څلور ساعته بحث څخه وروسته پریکړه کړې، که کوم شخص د ناموس(پت) په نوم قاتل وپیژندل شي، نو په ۲۵ کاله بند به محکوم شي.

په پریکړه کې ویل شوي، چې د مقتول ورثه دا حق نه لري چې قاتل ته عفوه وکړي.

په دې قانون کې د وژل کیدو تر حکم وروسته مقتول دا حق لري چې ځانته خپله د ۲۵ کاله قید حکم وټاکي.

بلخوا په پاکستان کې ځینې علماءو له یاد قانون سره مخالفت څرګند کړی دی، دوی ویلي چې د یاد قانون په اړه باید د پاکستان علماء د خپل نظر څرګندونه وکړي.

باید وویل شي، چې په پاکستان کې د ناموسي وژنو پيښې ډیرې کیږي، د بشري حقونو يوې ټولنې ویلي وو، په ٢٠١٠ کال کې ٧٩١ پاکستانۍ ميرمنې وژل شوې وې، د ٢٠١١ کال په لومړنيو نهو مياشتو کې لږ تر لږه ٦٧٥ پاکستانۍ ميرمنې او نجونې د کورنۍ د نوم بدولو يا پت په نام وژل شوې دي.

ناموس په نوم هغه وژنه ده چې یوه نجلۍ له کوره وتښتي، له نورو سره د جنسي اړيکو لرلو په تور او یا د کلتوري او اسلامي پولي ور هاخوا چارې اجرا کړي، چې د کورنۍ د بې پته کولو په تور وژل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button