پاکستان: «امریکا اوس نړیوال ځواک نه دی»

کابل ټکی کام ۱۶تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی مشاهد حسین او د ملي اسمبلۍ یو بل غړی شزرا منصب دواړه امریکا ته په دې موخه تللي دي، تر څو د کشمیر د مسلې په اړه هلته له امریکایي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

ویل کیږي، چې دواړه استازي به پر امریکا ډیپلوماتیک فشار واچوي.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي مشاهد حسین سید د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا اتلانتیک کونسل په نوم د یوه فکري مرکز غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل، چې امریکا اوس نړیوال ځواک نه دی، قدرت یې د کمېدو په حال کې دی، نور یې مه یادوئ او هېره یې کړئ!

نوموړي خبرداری ورکړ:

«که امریکا د کشمیر په مسله کې د اسلام اباد خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو روسیې او چین ته به ورغږ کړي.»

نوموړي همدا راز وویل، چې د اوباما په مشرۍ امریکایي حکومت دې په دې ځان پوه کړي، چې د اسلام اباد له مرستې پرته په افغانستان کې سوله نا ممکنه ده.

«که د کشمیر مسله هواره کړی شي، نو په افغانستان کې به هم د سولې څرک ولګیږي او دوی له امریکا څخه په جدي توګه غوښتنه کوي، چې په کشمیر کې د انساني حقوقو د خلاف ورزۍ په برخه کې منځګړیتوب وکړي.»

 د یادولو ده، امریکا ته د پاکستان دواړه استازي داسې مهال تللي دي، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان د سرحدي پولې ترمنځ پر یو بل بریدونه وشول.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button