سږ کال د خوست ۱۰ ټنه چلغوزي چين ته صادرېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۷) الماس خدرخېل
د شمېرو له مخې هر کال له دغه ولايته تر ۱۲زره ټنو پورې جلغوزي په قاچاقي ډول لومړی پاکستان ته انتقالېږي او له هغه ځايه بيا نورو بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي رسنيو ته وويل، د چين له سفارت سره يې داسې هوکړه لاسليک کړې، چې له مخې به يې سږ کال چين ته ۱۰ ټنه جلغوزي صادر کړي او په راتلونکو کلونو کې به د افغان په نوم جلغوزي دغه هېواد ته صادروي.
هغه وويل، چې په خوست ولايت کې د پنځه ميليون ډالرو په ارزښت د جلغوزيو د پروسس فابريکې چارې روانې دي او له دې وروسته به ګاونډي هېواد ته د جلغوزيو د قاچاق مخه ونيول شي.
نوموړی زياتوي، چې دغه جلغوزي به په خوست کې پروسس او تړل کېږي او له هغې وروسته به چين او نورو اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.
د جلغوزيو يو سوداګر وايي، ځکه پاکستان ته دغه جلغوزي په قاچاقي توګه وړي، چې دلته جلغوزي د پروسس فابريکه نه لري.
هغه زياتوي، چې د جلغوزيو د پروسس لپاره دې يادې فابريکې ته پرمختللي تخنيکي وسايل راوړي، څو د دوی جلغوزي په نړيوال مارکېټ کې ښه شهرت پيدا کړي.


