هند: له پاکستان سره ګډه پوله به په پشپړه توګه وتړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۷) الماس خدرخېل
د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه هیواد به له پاکستان سره خپله پوله په بشپړ ډول وتړي.
د ښاغلي سینګ په وینا په بشپړه توګه د پولې تړلو دغه پروګرام څارنه به د کورنیو چارو وزیر، سرحدي ځواک او پولې ته څېرمه د څلورو ایالتونو اعلی وزیران کوي.
نوموړي له پاکستان سره د هغو څلورو لارو د ارزونې له یوې غونډې وروسته دغه څرګندونې کړي، چې پاکستان سره پرې تګ راتګ کېږي.
سينګ وويل:”د ګجرات سرکریک په څېر سیمو کې به چې د اوبو له لارې تګ راتګ کېږي، دغه اقدامات نور هم کلک شي.”
د پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس په رپوټ کې د هغه له قوله ویل شوي، چې پاکستان سره به د خپل هېواد څه باندې درې زره کیلومتره اوږده پوله د نوې ټيکنالوژي په مرسته تړي.
د یادونې ده، چې د ستمبر په ۱۸مه وسله والو کسانو د هند تر کنترول لاندې اوړي سیمه کې د هندي امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۹ هندي پوځیان ووژل شول او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شوې.


