ډاکټر آصف
له کومې ورځې نه چې د امریکا په نیویارک کې پر ټریډ سنټر باندې د دوه الوتکو په وسیله برید ترسره شو او د صلیبیانو د کبر او غرور دغه دوه ښکرونه یې ونړول، نو د هغه وخت ولسمشر بش له واره د دې پړه پر مسلمانانو واچوله او په عکس العمل کې یې د صلیبې جګړو د پیل اعلان وکړ.
د دغې نا مقدسې جګړې پیل یې د افغانستان د مجاهد روزونکي هیواد له خاورې نه وکړ، سره له دې چې روسانو په وار وار واشنګټن ته توصیه وکړه چې پر افغانستان باندې له یرغل نه ډډه وکړي ځکه چې دغه هیواد ته ننوتل آسان دي خو ایل کول یې ناشونی کار دی، خو امریکایي چارواکي چې تل په خپل ځواک او خپل تخنیک مغرور دي د هیچا مشورې ته یې پام نه کاوه، آن تر دې چې د افغانستان د طالبانو حکومت په دې اړه شواهد وغوښتل او برید د مجوز د څرګندوالی د ثبوت مطالبه یې وکړه خو امریکا نه غوښتل چې په دې اړه د هیچا واوري نو سملاسي یې پر افغانستان باندې خپله اعلان کړې وحشیانه صلیبې جګړه پیل کړه.
په داسې حال کې چې دغه مهال شمالي ټلواله د طالبانو د سرتیرو لخوا تر کولابه په شا تمبول شوې وه او سرلښکر یې احمد شاه مسعود هم په همدې نږدې ورځو کې وژل شوی و، نو د شمالي ټلوالې حالت هغه اوبو اخیستي انسان ته ورته و چې هر بوټې او آن چې د اوبو زګ ته یې هم لاس اچاوه نو د صلیبیانو یرغل د هغوی لپاره د طالبانو له چنګ نه د خلاصی بهترینه وسیله وګرځیده نو یې ورته په رڼه ټنده او خلاصه غیږه ښه راغلاست ووایه، آن چې د اسلام قسم خوړلو دښمنانو (صلیبیانو) ته یې افغانستان ته د ننوتلو لپاره ټولې آسانتیاوې برابرې کړې، او که ووایو چې هغوی ته یې د جنګې سپي په حیث دنده ترسره کړه مبالغه به مو نه وي کړي، په دې معنی چې امریکایانو به پر طالبانو بمونه غورځول او د دې ټلوالې لنډغرو به په همغه لور په پلي ډول پرمختګ کاوه لکه یو څوک چې یوه سپي ته د حملې کولو په خاطر مخکې ډبره غورځوې او سپی زړور کیږي او پر مخ ځي.
سربیره پر دې برهان الدین رباني چې ټول عمر یې د شرعیاتو په لوستلو تیر کړی وو او د شرعیاتو په پوهنځي کې یې د استاد وظیفه هم اجراکړې او په دې لاره کې د پروفیسرۍ مقام ته رسیدلی و خو د قدرت د ګدۍ د ترلاسه کولو لپاره خپل عناد، کینې، خیرن زړه دومره افراطي کړی و چې صلیبي یرغلګرو ته یې په وار وار اعلانونه کول چې په خپله بمبارۍ کې د کوچنيو بمونو ستر بمونه پر طالبانو وکاروي ځکه چې دغه بمونه درست کار نه کوي، بالآخره دغه استاد تر مرګه پورې د صلیبي یرغلګرو په چوپړ کې پاتې شو، او په همدې لاره کې ورته له شرمه ډک مرګ ورپه برخه شو او په آخرت کې به هم د صلیبیانو په ډله کې راپاڅیږي وبه کتل شي چې خدای تعالی ته د خپلو دغو شومو اعمالو په صفایۍ کې څه ډول ځواب ورکوي.
د افغانستان په تاریخ کې دغه منحوسه ورځ د ثور له ۷مې او د جدې له اتمې که ډیره توره نه وي نو ورڅخه کم توروالی هم نلري، دا هغه وحشي ورځ ده چې صلیبي یرغل او صلیبي جګړه د کمونیزم تر کودتاه او د شوري اتحاد تر بریده څو چنده ډیر وحشیانه او له خطرناکو موخو ډکه، ده او لا هم دوام لري، ځکه د دغې جګړې په څنګ کې مکار دښمن له هغې حربې نه هم کار اخیستی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نن نه نږدې پنځلس کاله مخکې مسلمانانو ته د هغې خطر بیان کړی دی او فرمایلي یې دي: چې یوه ورځ به کفار پر مسلمانانو داسې راغونډ شي لکه وږي انسانان چې په یوه کاسه راغونډ شي، یوه صحابي پوښتنه وکړه چې ولې مونږ مسلمانان به په دغه وخت کې لږ وو که څنګه ای د خدای رسوله؟ هغه وفرمایل نه ! تاسې به ښه دیر ویاست، دومره ډیر لکه د بحر پر سر چې د اوبو زګونه ډیر وي خو په تاسې که به وهن پیدا شوي وي، صحابي پوښتنه وکړه چې وهن څه ته وایې ای د خدای رسوله! هغه وفرمایل: حب الدنیا و کراهیة الموت، یعنی له دنیا سره مینه او له مرګ نه ویره. او په بل ځای کې یې فرمایلي دي چې: لکل امة فتنة و فتنة امتي المال.
یعنې د هر امت د ایل کیدو او ناکامیدو لپاره فتنه وي خو زما د امت د تباه کیدو لپاره فتنه به مال وي.
نو که تاسې ته یاد وې کله چې د طالبانو نظام سقوط وکړ نو دامریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه یې د ډالرو په زور وګټله.
رښتیا هم چې ګورو نو زمونږ د غروونو په شان دوه غټ غټ پروفیسرانو هر یوه پروفیسر برهان الدین رباني او پروفیسر عبدالرب رسول سیاف او سترې ډلي او ګوندونه یې او هم د شمالي لنډغرو ټلواله همدغه (وهن) پر ځمکه داسې را ګوزار کړل چې نړۍ یې هک حیرانه کړه، دوی له مرګه وویریدل او له پیسو سره یې بې خرته مینه پیدا شوه، د صلیبې جګړې له پیل کیدو نه لږ مخکې د صلیبي یرغلګرو لخوا د دوی لپاره پنجشیر ته له ډالرو ډکې هلیکوپترې راورسیدې او دوی دومره ډالر واخیستل چې ویل کیږي د دوي د کروزین موټرو ټایرونه یې پر ځمکه کینول.
دغه پیسې د صلیبې یرغلګرو لخوا د دغو منحوسو مشرانو سره له موافقې وروسته په هلیکوپترو کې د صلیبیانو لخوا د جګړې د پیل نه لږ مخکې پنجشیر ته انتقال شوې وې، چی د دې پیسو زیاته برخه یې لومړۍ کټګورۍ (پروفیسرانو) دوهمه کټګورۍ (ډاکتر ډبل عبدالله او جنرال فهیم او د احمدشاه مسعود کورنۍ) دریمه کټګورۍ یې (یونس قانوني، هزاره ګان) وو.
خو دغه منحوسه جګړه اوس مهال د افغانستان د باتورو او سرښکندونکو مبارزینو په مټو په ګونډو کیدو ده او لرې نه بریښي چې دغه مغرورې لښکرې به د شوروي یرغلګرو په سرنوشت اخته شي او سرکوزي او شرمیدلي به د افغانستان له پاکې خاورې نه وتښتي، چې له هغې وروسته به د صلیپی یرغلګرو له دغو فاسلیټیټرانو سره د هغوی د کټګوريو په اساس حساب او کتاب ترسره کیږي، او دغه پخاوني مایوستان به د خپلو کړو شومو اعمالو په سزا ورسیږي.
و ما ذلک علی الله بعزیز.