کابل: د ولسي  جرګې د غړي کور مخې ته چاودنه شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۷) زرغون خوږیاڼی

د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د ولسي جرګي غړي محمد داود کلکاني کور ته څیرمه چاودنه شوې ده، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

د محمد داود کلکاني ځوی حسيب کلکاني رسنیو ته ویلي، چې چاودنه نن ماخستن د يو چسپكي ماين په وسيله د کلکاني د ساتونکو د اوسېدو په ځای کې د یوه چسپکي ماین په توسط شوې ده، دده په خبره چاودنه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

ویل کیږي چې مقناطیسي ماین د محمد داود کلکاني د ساتونکو په کانتینر پورې نښلول شوی و، چې چاودنه ورکړل شوې ده.

تر دې دمه ددغې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button