مسکو: افغان اتل احمدولي هوتک خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۸) الماس خدرخېل

د ازادې مبارزې يا فري فايټ افغان اتل احمد ولي هوتک په مسکو کې خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبغاړو تر منځ سيالي تېر ماښام د افغانستان په وخت د شپې په ۹ نيمو بجو پېل شوه، چې د يک تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدله.

نوموړی روسي لوبغاړی ايوان کزاچينکا نومېږي، چې تر دې مهاله يې په خپلې کومې لوبه کې ماتې نه وه خوړلې، خو په خپله دولسمه سيالۍ کې يې له افغان اتل احمد ولي هوتک څخه ماتې وخوړه.

د يادونې ده، چې احمدولي هوتک تر دې دمه ۹ لوبې ترسره کړي، چې تر اوسه يې د فري فايټ په ټولو لوبو کې برياوې ترلاسه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button