لیکوال: فاتح کاروان
نن سبا ډیر خلک داسې فکر کوي، چې د کابل اداره او باداران یې سوله غواړي؛ خو هغوی چې د جهاد سپېڅلې لاره یې غوره کړې ده سوله نه غواړي یعني د جهاد روان ساتل د جګړې د دوام سبب دی! خو حقیقت بیخي بل ډول دی او هغه دا چې د جګړې اور خارجي اشغالګرو بل کړی او افغان مسلمان ملت د خپلې دیني، وجداني او انساني فریضې له مخې د اشغالګرانو او د هغوی د بادارانو پر وړاندې د مقاومت لاره غوره کړې ده.
دا به ډیر جاهلانه منطق وي چې یو څوک دی امریکایان او ناټو د افغانستان دوستان او د سولی پلویان و بولي، په داسې حال کې چې افغانستان اشغال شوی، د افغانستان خپلواکي غصب شوی او د کابل رژیم د صلیبیانو لخوا په افغانانو مسلط شوی، نو طبعا د جګړې دوامداره ساتل د بهرنیو اشغالګرو دسیسه او توطیه ده؛ خو دا خبره پدې معنی نه ده چې جګړه د امریکایانو او ناټوګۍ لخوا پیل شوې نو سوله باید افغانان وکړي، دا چې جګړه د اشغال په سبب شروع شوی واضحه ده چې د اشغالګرو په شتون کې سوله ناممکنه ده.
دلته افغان د افغان په وړاندې هسې یوه پلمه ده او دا پلمه باید هغه څوک له منځه یوسي چې خپل اسلام، ایمان، وجدان او افغانیت یې تر پښو لاندې کړی او د امریکایانو دفاع کوي، د خپل ولس، خپلې خاورې او خپلې بقا سره خیانت کوي، ښه ګوري چې راغلي اشغالګر صلیبیان زمونږ د دین ختمول غواړي، نصرانیت یې د بدیل په ډول د ځانه سره راوړې دی او همدا راز د ارتداد، ایډز او تفرقې مرضونه یې په تخفه کې افغانانو ته ورکړل، دوی اوس هم د دغه کفارو دفاع او د دوی سره یو ځای کار کولو ته وطن ساتنه او ملت ساتنه وايي، که داسې عقیده څوک لري نو بې له شکه چې هغه خلک د شیطان په بنده ګۍ راضي شوي دي او چې تر څو یې وس وي دوی سوله نه غواړي.
سوله د اسلام حکم دی خو د مسلمان او مسلمان تر منځ، د غالب مسلمان او د مغلوب کافر تر منځ، د وخت د مسلمان حاکم او کافر رعیت ترمنځ، په داسې ډول چې اسلام، اسلامي احکام او اسلامي شریعت بر لاسی او نافذ وي.
داسې چېرته کیدای شي چې کفار دې په زور او دبدبه د مسلمانانو سیمه لاندې کړي، خلک دی ووژني، سیمه دی ورانه ویجاړه کړي، اسلامي نظام دی له منځه یوسي، طاغوتي نظام دی په سیمه او پر پاتې خلکو مسلط کړي، د کفر ترویج ته دې ادارې فعالې کړي، اسلامي احکام او حدود دی د بشر د حقوق سره تضاد اعلان کړي او د دې ټولو کارونو څخه وروسته دې د یادې سیمې له ژوندیو پاتې شوو خلکو څخه وغواړي، چې راشۍ زمونږ غلامي ومنۍ له هر ډول مؤثر مقاومت نه لاس واخلۍ او په اصطلاح سوله راسره وکړئ( تسلیم شۍ راته !).
لنډه دا چې تر څو دلته اشغالګر موجود وي سوله د اسلام سره خیانت او کفر ته له تسلیمۍ پرته بله هیڅ معنی نلري، هغه که د وطن د آبادۍ سبب کیږي هم ګټه نلري ځکه چې اسلام محکوم او کفر حاکم شي نو بیا د وطن آبادۍ ( حال دا چې دا فکر هم بې ځایه دی ) ګټه څه ده؟!!
من حیث د یو مسلمان په مونږ هر یو نر او ښځې دا لازمه ده چې د کفر پر وړاندې د تسلیمۍ نه ځان وساتو او د خپل دین د حکم سره سم به تر هغه وخته خپله وسله واله مبارزه جاري ساتو تر څو چې یا اسلام په بشپړ ډول حاکم او کفر محکوم شي او یا دا چې خپل سرونه پخپل دین قربان کړو، بېشکه چې د بریالیتوب لاره همدا د فتحې او شهادت لاره ده.
په اخر کې بیا هم وضاحت کوو چې مونږ د جګړې لپاره مجبور کړل شوي یو، پدې معنی چې مونږ په چا تېرې نه دی کړی، مونږ د چا سره ظلم نه دی کړی او نه هم مونږ د ظلم او تیري طرفدار یو، اصلا دا نارواوې زموږ سره شوي دي.
فلهذا مونږ د کفارو په موجودیت کې د هغوی سره سوله ( هغوی ته تسلیمېدل ) د کفارو د دسیسو او مظالمو پر وړاندې چوپتیا، د اسلامي شریعت د نفاذ له غوښتنې تېرېدل او د هغه خلکو سره یو ځای کېدل چې کفار یې په خپله بادارۍ منلي دي، د خپل دین، وجدان او وطن سره خیانت ګڼو او له داسې شیطاني کړنو د خپل نفرت اظهار کوو او د اسلام د حاکمیت لپاره به خپله مبارزه روانه ساتو .
د نړیوال کفر د بشپړ شکست او د قرآني د حاکمیت په هیله


















