امريکا: د ډزو له کبله ۲ پوليس وژل شوي يو ټپي دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۸) الماس خدرخېل

د راپورونو له مخې د امريکا په کلفورنيا ايالت کې د ډزو له کبله دوه تنه پوليس وژل شوي او يو بل تن ټپي دی.

پېښه په ځايي وخت پرون ماسپښين د دوو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

تر دې دمهاله د دې بريد په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليس وايي چې شايد په برید کې ډېر کسان لاس ولري.

د پېښې ځای ته پوليس رسېدلي او ټولې لارې يې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

چارواکي وايي، چې په دې اړه يې څېړنې روانې کړي دي، ترڅو معلومه کړي، چې بريد د چا له خوا ترسره شوی.

پوليس وايي، چې د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button