ننګرهار: د عبدالحق مېنې اړوند سیمه کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۸تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له ننګرهار ولایت څخه خبري سرچینې خبر راکوي، چې د جلال اباد ښار د عبدالحق مېنې اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

خبر وايي، چاودنه پر یو رېنجر موټر ترسره شوې ده.

سرچینه وايي، د چاودنې پر مهال د کوټ ولسوالۍ د پاڅونوالو قومندان حاجي حیات خان هم له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

خو تراوسه پورې څرګنده نه ده، چې د چاودنې موخه څوک وو؟

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي هم د رسنیو له لارې د دغه خبر په تأیید کې وویل، چې په رېنجر موټر کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

تراوسه پورې د چاودنې په اړه دا معلومات نه دي ورکړل شوي، چې چاودنه د سړک د ماین له کبله رامنځته شوې او که په رېنجر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button