دوستم د غورماچ ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره فاریاب ته لاړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۱) زرغون خوږیاڼی

وروسته له هغه چې تیره ورځ وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د غورماچ ولسولۍ د نیولو خبر ورکړ، د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبدالرسید دوستم فاریاب ولایت ته د غورماچ د ولسوالۍ د نیولو او د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره فاریاب ولایت ولاړو.

ویل کیږي چې د ولسمشر اشرف غني په خاص فرمان سره دوستم فاریاب ولایت ته د تللو تکل وکړ.

 غورماچ ولسوالۍ چې مخکې د بادغیس ولایت مربوط وه اوس د ځینو امنیتي مشکلاتو له مخې یاده ولسوالۍ په فاریاب ولایت پورې تړل شوې ده، چې د فاریاب او بادغیس ولایتونو چارواکو هم د غورماچ ولسوالۍ سقوط تایید کړه\.

ځايي امنیتي چارواکو ویلي دي، چې د غورماچ ولسوالۍ په مرکز کې مېشتو پولیسو په غورماچ کې د اردو ځواکونو یو کنډک ته شاتګ کړی او ولسوالي یې طالبانو ته ورپرې ایښې ده.

تیره ورځ د فراه ولایتي چارواکو خبر ورکړ، چې د فراه ولایت مرکز خواته جګړه نږدې شوې ده او د ښار دسقوط په اړه یې اندیښنې وښودلې.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو سازمان هم په یوه راپور کې وویل چې د دوستم ملیشو په فراه او فاریاب ولایتونو کې عام وژنې کړي دي او هم یې د عامو وګړو کورونه چور او تالا کړي، چې په غوښتنه يې باید دوستم یې په اړه محاکمه شي؛ خو دوستم بیا دا ډول تورونه رد کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button