ترکيه: د بېړني حالت موده درې مياشتې نوره وغځول شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۱) الماس خدرخېل
په ترکيه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته، ولسمشر رجب طيب اردوګان په دغه هېواد کې د درې مياشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړو.
په همدې حال کې د ترکيې چارواکو له خوا د درې نورو مياشتو لپاره د ۲۰۱۶ ميلادي کال له اکتوبر مياشتې څخه تر درې مياشتو د بېړني حالت موده وغزول شوه.
د بېړني حالت په اړه په پارلمان کې، د حزب عدالت او حزب جنبش ملی مثبت رايې ورکړې او جمهوري پلوه او ديموکراسي پلوه ډلو منفي رايې ورکړې.
د ترکيې د عدلې وزير بکر بوزداغ وويل: چې يادې درې مياشتې بېړنی حالت د دولت لپاره اعلان شوی نه د خلکو لپاره.
هغه زياته کړه، چې د بېړني حالت نه په استفادې يې له ترورزم سره په خلاف مبارزه ماثره ثابته شوې، نو په ائينده کې هم بايد له دغه حالت نه په استفادې له تروريزم سره مبارزه وشي.
هغه همدارزا وويل، چې بېړنی حالت د ترکيې په هيڅ سيمه کې د خلکو لپاره نه دی اعلام شوی.
بايد وويل شي، چې په ترکيه کې د ناکامې کودتا وروسته د ترکيې حکومت په کودتا کې ښکېل زرګونه کسان حکومتي چارواکي ونيول او په دغه کودتا لږتر لږه ۲۴۶ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۵۳۶ تنه ټپيان شول.



