بلخ کې د عاشورا پر ماتم کوونکو بمي برید شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۱ ) زرغون خوږیاڼی

په بلخ ولسوالۍ د خواجه غولک په ګواهي سیمه کې په شیعه لاریون کوونکو باندې بم چاودنه شوې، د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې۱۴ کسان وژل شوي او نږدې ۲۸ کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې د پيښې په ځای کې د شیعه ماتم کوونکو لاریون باندې له لرې څخه کنټرول کیدونکي بم چاودنه وشوه او یاده مرګ ژوبله یې واړوله.

د بلخ ولایت چارواکو یاد برید د سرک د غاړې د ماین چاودنه بولي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد رسنیو ته ویلي، چې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

ځینو رسنیو د ټپیانو شمیر ۴۰ تنه ښودلی دی.

دا په داسې حال كې ده چې تېر ماښام په كابل كې د كارته سخي په سيمه كې د عاشورا پر عزادارانو باندې د وسله وال بريد په پايله كې ۱۸ تنه وژل شوي او تر ۶۲ تنو ټپيان شوي ول.

د بلخ ولایت د امنيې قومندان عبدالرزاق قادري ويلي، چې په دې برید کې د ۱۴په شاوخوا کې شیعه ویر کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

د اجرايي رييس دویم مرستیال محمد محقق نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی راپورونه ترلاسه کړي وو چې داعش او لشکر جنګوي په افغانستان کې د عاشورا پر مراسمو د ۲۰ حملو نیت لري.

ده د سخي زیارت د حملې پړه د داعش په غاړه واچوله او ویې ویل چې طالبان پر دوی دا ډول حملې نه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه وویل،  ((دکابل په کارته سخي سیمه کې په زیارت کونکو باندې برید زموږ پورې هيڅ تړاوو نه لري، په عامو خلکو برید موږ سخت متأثره کړي یو)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button