کابل ټکی کام ـ مبارک مو سه

قاري خالد
په یوویشتمه پېړۍ چې پر مسلمانه ټولنه دغرب ددجالي رسنیو پیریان کښېنول سوي، ووړ ـ زوړ ـ ځوان او آن ښځمنې درسنیو دتاثیر لاندي راغلي، اسلامي صحافت ته شاه اړوَل ناځواني ده.
که اوسنیو حالاتو کې د اسلامي صحافت لپاره انځورېزې او غږئېزې رسنۍ په کار اچول محال وي، ددې مجال سته چې دچاپي او خواله رسنیو په ډګر کې خورا زیات فعال واوسو او زیار وکاږو چې له دغو ډګرونو د منبر او محراب پر توګه ګټه پورته کړو.
اسلامي صحافت ته وده ورکول دحالاتو تقاضا ده؛ خواله رسنۍ دملحدانو او منحرف الفکره وګړو څخه ډکې دي او دفکرونو دتخریب لپاره دغرب په مالي تمویل لګیا دي دمسلمانو ځوانانو افکار تخریبوي او دیني احکام تحریفوي.
په دې وروستیو کې یو څو دګوتو په شمېر بې پرې، ناپېئلې او د اسلامي صحافت دمقتضیاتو عین مطابق وېبپاڼې په خواله رسنیو کې ظهور سوي او په تېزۍ سره لګیا دي شپه ـ ورځ په اخلاص سره کار کوي.
په خواله رسنیو یا سوشل میډیا کې ددغو وېبپاڼو جوړښت او ظهور دډېرو اسلامپاله ملګرو هیله وه چې الله عزوجل پوره کړه.
‘کابل ټکی کام’وېبپاڼه او فیسبوک پاڼه په دې وروستیو کې، اسلامي صحافت ته دخدمت پر نیت میدان ته راوتلې، تر دمګړۍ یې په رښتونې توګه د اسلامي صحافت علم لوړ ساتلی، او زیار باسي ترڅو مسلمان وګړي ددجالي رسنیو له اثره لېرې وساتي او دځوانانو افکار په اسلامي روحیه سمبال کاندي.
کابل ټکی کام وېبپاڼه دعمر په لحاظ کم عمره ده مګر دښه کار او زیار ـ کره او مؤثق خبر له امله یې په همدې لنډ ـ تنګ وخت، او دالحادي رسنیو په بیروبار کې دځان لپاره یو جلا مقام پیدا کړی.
مینوال یې په تېزۍ سره زیاتیري چې تر دمه یې خوښونکي له یولاک اوښتي؛ کابل ټکی کام بلا تبعیض او سانسوره دهر لیکوال لیکنه او نظر هیوادوالو ته رسوي، دقیقه پر دقیقه یې له تازه پېښو، دهیواد له تاؤپېچ حالاتو، کړنو او حادثاتو اګاه ساتي او هم یې ددین او وطن ددښمنانو له شومو او ناوړه اهدافو خبرَوي.
موږ دکابل ټکی کام پر خدماتو ویاړو، قدردان یې یو،کارکونکو، مشرانو او مینوالو ته یې تاودې مبارکیانې تقدیموو او دلا زیات خدمت توفیق ورته غواړو ترڅو د اسلامي صحافت توغ همداسې بلند ـ بالا او رپاند وساتي.
په پای کې یو وار بیا ورته وایم؛ مبارک مو سه، او دکار او زیار مو اجرونه نصیب سه.
