دعاشوراء له درسونو څخه

ځواکمن طالب
دعاشوراء ورځ د بشريت د تاريخ ډيره عظيمه او تاريخ سازه ورځ ده، په همدې ورځ الله جل جلاله الله جل جلاله خپل نبي ته نجات او د هغه ستر دښمن يې هلاک کړی و، الله جل جلاله موسی عليه السلام او له هغه سره مؤمنانو ته د فرعون له ظلمونو څخه نجات ورکړی و، فرعون او د هغه قوم يې هلاک کړی و، موسی عليه السلام د رب تعالی ددغې سترې لورينې د شکر ويستلو لپاره ددې ورځې روژه نيوله .
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدِمَ الْمَدِينَةَ ، فَوَجَدَ الْيَهُودَ صِيَامًا يَوْمَ عَاشُورَاءَ ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِي تَصُومُونَهُ ؟
فَقَالُوا : هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ ، أَنْجَى اللهُ فِيهِ مُوسَى وَقَوْمَهُ ، وَغَرَّقَ فِرْعَوْنَ وَقَوْمَهُ ، فَصَامَهُ مُوسَى شُكْرًا ؛ فَنَحْنُ نَصُومُهُ .
فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( فَنَحْنُ أَحَقُّ وَأَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ ) ؛ فَصَامَهُ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . رواه البخاري ومسلم
په بخاري او مسلم کې له حضرت عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې منورې ته راغی، يهود يې وليدل چې د عاشورې د ورځې روژه يې نيوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: دا کومه ورځ ده چې تاسې يې روژه نيسئ ؟
هغوی وويل: دا يوه عظيمه ورځ ده چې الله تعالی پکې موسی او دهغه قوم ته نجات ورکړی وو، فرعون او د هغه ملګري يې غرق کړي وو، نو موسی عليه السلام د شکر ويستلو په موخه ددې ورځې روژه نيوله، نو مونږ يې ځکه نيسو.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د موسی عليه السلام سره موافقت باندې خو له تاسې څخه مونږ زيات حقدار او وړ يو .
بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې ورځې روژه ونيوله او د نيولو امر يې وکړ .
د عاشورې ورځ هر کال له عبرتونو ډک درسونه له ځان سره راوړي، هغه درسونه چې د مستضعفو مسلمانانو لپاره پکې د هيلو څرک له ورايه معلوميږي.
هغه ذات چې مستضعفو بني اسرائيلو ته يې د ظالم او وحشي فرعون له اشغال څخه نجات ورکړی و همغه ذات به د نن عصر مستضعفو ولسونو په ځانګړې توګه افغان مسلمان ولس ته له امريکايې اشغال څخه نجات ورکوي ځکه نننۍ استعمار له فرعوني استکبار سره ډير ورته والی لري .
فرعون هم ځان نه ماتيدونکی ځواک ګاڼه، هيڅ کله يې هم دا فکر نه کاوه چې يوه ورځ به دبدبه له لاسه ورکوي او له زوال سره به مخ کيږي او نورو ولسونو ته يې په ډيره سپکه کتل د شِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ خطاب او ناوړه چلند يې ورسره کاوه او په ټوله نړی يې د خپلې باطلې رايې منل (مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى) او خپل راج چلول غوښتل، معاصر فرعونيان هم همدا فکر او همدا موخې لري .
د احمق بوش خبرې به ستاسې يادې وي چې زمونږ ستاسې په ګران ټاټوبي يرغل کاوه نو په ډير غرور يې ویل : ((مونږ به ستړي نشو، مونږ به مات نشو، مونږ به پرشا ولاړ نشو، مونږ به خپل دښمن د ځمکي له مخي ورک کړو، له غارونو به یې را وباسو او هرځای ته به پسی ورشو)).
فرعون هم د خپلې واکمنۍ دبقاء لپاره ډير بې ګناه انسانان او ماشومان قتل او ذبحه کړل اوسنی استکبار هم دخپلې بقاء لپاره له هيڅ جرم څخه درېغ نه کوي او دا فکر کوي چې څومره زيات وحشت وکړو هغومره به داهدافو تحقق راته اسانه شي .
فرعون هم د خپل تبليغاتي ماشين له لارې داسې پروپاګند کاوه چې ښکاره او پوچ درواغ به وه، د خلکو په عقلونو به يې ملنډې وهلې، پرمختللي فرعونيان له پخواني فرعون څخه په دې کار کې څو قدمه وړاندې دي.
او ګڼ شمير نور شباهتونه خو الله جل جلاله دهمدغه د هلاکت لپاره يو موعد ټاکلی و او دهلاکت اسباب يې ورته برابر کړي وو د الله ج شان ته وګورئ هغه فرعون چې ويل به يې دغه ويالې زما له امر لاندې چليږي هماغه ويالې الله رب العالمين پاس پرې وبهولې او پکې غرق يې کړ.
هغه کسان چې امريکا نه ماتيدونکی ځواک ګڼي او له همدې امله يې په څنګ کې ولاړ دي هغوی بايد د الله جل جلاله له لوري له ورکول شوي مهلت څخه په استفادې حق ته غاړه کيږدي او له کفارو او د هغوی له اجيرانو څخه برائت اعلان کړي، هغوی بايد د فرعون له هلاکت څخه درس واخلي ، له موسی عليه السلام سره د فرعون کيسه له ډيرو عبرتونو ډکه ده ځکه خو په قران کريم کې په مکرر ډول ذکر شوې .
دا دی وګورئ هغه فرعون چې طغيان او سرکښي يې کوله او د الوهيت دعوه يې کوله او د انا ربکم الاعلی او ما علمت لکم من اله غيري شعارونه يې پورته کول، په خپله پاچاهي او دنيوي متاع يې فخر کاوه او پرې نازيده، له هر لوري يې اوبه پرې راتاويږي ، او په دې يې يقين راځي چې نور يې د هلاکت وخت رارسيدلی نو زاري کوي، د لا اله الا الله چيغې وهي خو اوبه له ورخه تېرې دي هيڅ ګټه نه ورته رسوي او په اوبو کې غرقيږي .
د فرعون هلاکت موږ ته دا درس راکوي چې که ظالم هرڅومره پرمختللی ځواک او وسائل ولري او که دخپلې بقاء لپاره له هرڅومره وحشت او استبداد څخه کار واخلي، د قهار ذات له عذاب څخه ځان نشي خلاصولی، خامخا به يوه نه يوه ورځ په سخت عذاب اخته او د زمکې له مخ څخه پنا کيږي.
افغان مجاهد ولسه! ستا دغه دښمن به هم ذليل او له هلاکت سره مخ کيږي ، که هر څومره زور لري که هر څومره ځواک او وسائل ورسره دي ، که هر څومره زيات له وحشت څخه کار اخلي، که هرڅومره زياتې او له لوړې فضاء څخه بمباريانې کوي موږ په الهي وعدو ايمان لرو.
ځکه دا الهي حقه وعده ده، چې الله جل جلاله دمؤمنانو نصرت او مرسته کوي :
الله تعالى فرمايې : ( إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ) ، او الله تعالی فرمايې : ( وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ) .
مونږ ډاډه يو چې الله تعالی له مونږ سره دی او وروستی بری به زمونږ وي، دا دی د عاشورې دغه مبارکه ورځ په مونږ تاسې باندې په داسې مهال راځي چې د هيواد په لروبر کې د سترو او عظيمو فتوحاتو شاهدان يو .
دا سمه ده چې نصرت ځنډيږي خو هرومرو راځي، په دنيا کې ازميښتونه په انبياؤ او رسولانو هم راغلي؛ خو وروستی بری يې په برخه وي، هرقل چې کله له ابو سفيان ته وويل: چې ما له تا څخه وپوښتل چې ستاسې (قريشو) او ددغه نبي ترمنځ د جګړې څه حال وي ؟ نو تا ځواب راکړ چې جګړه زمونږ او د هغه ترمنځ د څاه دډولچې په څير ده، (کله يې هغه ګټي او کله مونږ) نو پوه شه چې په رسولانو همدغه راز ابتلاوې راځي؛ خو وروستی بری بيا د هغوی په برخه وي . رواه البخاري (۷)، ومسلم (۱۷۷۳)
دا هم دا يو واقعي حقيقت دی، چې الله رب العزت ظالمان خامخا هلاکوي ولو که په عذاب کې د کوم حکمت له امله تاخير راشي الله تعالى فرمايې : ( وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَيَّ الْمَصِيرُ ). مفسرين وايې چې فرعون ته د موسی عليه السلام د ښيراو او د فرعون دهلاکت ترمنځ ۴۰ کاله فاصله وه يعني دموسی عليه السلام ښيراوې څلويښت کاله وروسته قبولې شوې او فرعون هلاک شو .
اوس راځئ ښه په اخلاص خپل رب ته لاس لپه کړو او د معاصر فرعون د هلاکولو زارئ ورته وکړو .
الهي ته مونږ ته د دغې زمانې د فرعون (امريکا) په هلاکولو سره د خپل قدرت عجائب راوښايه، ای الله امريکا په هغه يوه جرم هم صرفه ونکړه چې تا ناراضه کوي ای الله ته انتقام ترې واخله د مسلمانانو زړونه پرې يخ کړه، د مظلومانو زړونه پرې ټکور کړه .
الهي ته يې په خپل قهر او غضب ګرفتاره کړه او له ظلم څخه يې مظلومو مسلمانو ولسونو ته نجات ورکړه!
الهي دوی خو تا نشي عاجزه کولای، الهي ستا قدرت له هرڅه بالاتر دی ..
الهي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مستضعفو ولسونو ته له ظالمانو څخه نجات ورکړه، مرسته يې وکړه .
الهي د افغانستان، فلسطين، شام، بورما، صومال، يمن او عراق په مظلومو مسلمانو ولسونو باندې خپل ځانګړی رحم وکړه له ظالمانو نجات ورکړه، سوکاله او ارامه عزتمن ژوند يې په نصيب کړه.
الهي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ستا د دين د اعلاء لپاره د جهاد کوونکو مجاهدينو نصرت وکړه، حافظ يې شه ثبات او استقامت ورته نصيب کړه .
امين يارب العالمين وصلى الله وسلَّم على نبيِّنا محمَّد وعلى آله وأصحابه أجمعين .



