هند،: مذهبي مراسمو کې د ګډوډۍ له امله ۱۹ تنه وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۵) زرغون خوږیاڼی

تېره ورځ د هند په شمال کې د اتراپردیش ایالت په وراناسي ښار کې د مذهبي مراسمو کې د ګډوډۍ له امله ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۵تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، چې د اترا پردیش ښار وراناسي سیمه چې د ګنګا سیند هم پکې موقعیت لري، د هند د مندرونو لپاره ډیره مشهوره ده.

د ځايي پولیسو افسر اېس کی بهګت د هند رسنیو ته ویلي، چې په دې مذهبي مېله کې د ۳۰۰۰ کسانو انتظام شوی و؛ خو دده په وینا سیمې ته ۷۰۰۰ زره تنه راغلي وو چې د ګډوډۍ لامل شو.

د هند سیمه ييزو رسنیو خبر ورکړی، چي په زیات شمېر کي خلک له معمول سره سم د ګنګا دریاب غاړې ته د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وو، چي ترمنځ يې ګډوډي پيل شوه او یوشمېر خلک تر پښولاندې شول، چي په ترڅ کي یې ۱۹ تنه ووژل شول او یو زیات شمیر نور ټپیان شول.

هندي وګړي د خپلو مړو د سوځولو نه وروسته یې ایره په ګنګا سیند کې اچوي چې تر ډیره ورته مذهبي احترام لري.

د مذهبي مراسمو پر ځای کولو لپاره خلک له سیند څخه د پول په واسطه د سیند بلې غاړې اوړي، چې پولیسو خلک د پُل نه په شا کول او په دغه وخت کې داسې وویل شو چې پل مات شو او په ګڼه ګوڼه کې منډې او ګډوډي جوړه شوه.

ویل کیږي چې په ټپیانو کې د یو شمیر روغتیايي وضعیت نازک دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button