دغه برېښنايي موټر په يو ځل چارج کولو ۴۰۲ کيلو متره فاصله وهي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۵) الماس خدرخېل

په دې وروستيو کې په امريکا کې د ټيسلا موټر جوړونې کمپنۍ داسې يو نوی برېښنايي موټر بازار ته وړاندې کړی، چې په يو ځل چارج اخيستلو سره ۴۰۲ کيلو متره فاصله طی کوي.

دغه موټر د ماډل ايکس Model-x په نامه يادېږي، چې په دوه نيمو ثانيو کې ۶۰ ميله ته رسېږي.

د دغې کمپنۍ کارکوونکي وايي، چې د دې موټر ګړندی والی يا تېز والی ۱۵۵ ميله په ساعت کې دی.

د دې موټر خوبي دا ده، چې دروازې يې پورته طرف ته خلاصېږي، چې په دواړو طرفونو ته په ډېره لږه فاصله کې هم خلاصېدلی شي.

دا برېښنايي موټر ځانګړي سسټمونه، کامرې او د خطر په وخت کې اتومات بريک هم لري.

په امريکا کې د دې موټر قيمت اوس ۱۳۰۰۰۰ يولک او دېرش زره ډالره دی.

د دې کمپنۍ مسؤلين وايي، چې تر ۲۰۱۷ م کال پورې به د دې ماډل ارزانه بيه موتر جوړ کړي چې قيمت به يې ۳۵زره ډالره وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button