انتوني ګوتیرس په رسمي توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي په توګه وټاکل شو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۵) زرغون خوږیاڼی
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي مشر بانکي مون رسمي دوره تر ۲۰۱۶م کال پورې پوره کیږي، چې یادې ادارې ته د نورو دیارلسو نوماندانو په لیست کې انتونیو مانویل ګوتیرس د رایو په اکثریت سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه وټاکل شو.
له ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل سره به ګوتیرس په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د عمومي مشر په توګه دنده پیل کړي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دندې موده پنځه کاله ده.
له دې وړاندې ګوتیرس د(UNHCR) ادارې د مهاجرینو چارو د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
مانویل ګوتیرس په اروپا کې د پرتګال هېواد اوسیدونکی دی، چې په دغه هېواد کې ۱۹۹۵میلادي کال کې د صدر اعظم په توګه هم پاتې شوی دی.
نوموړی په ۱۹۷۶ میلادي کال کې د سیاست ډګر ته راوتلی او له کال ۲۰۰۵ م څخه تر ۲۰۱۵ پوري د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د چارو ادارې (UNHCR) مشر پاتې شوی دی.



