ولسي جرګه: لا هم احتمال شته چې فراه ښار سقوط وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۷) الماس خدرخېل

د ولسی جرګې غړي وايي، طالبان د فراه ښار له نیږدې سیمو څخه نه دي په شا شوي او لا هم د فراه ښار د سقوط احتمال موجود دی.

د ولسي جرګې غړی، محمد سرور عثمان ازادۍ راډيو ته وويل، د طالبانو او فراه ښار تر منځ واټن يواخې د فراه رود سيند دی او طالبان لا هم د ښار په نيږدې سيمو کې ځای پر ځای دي.

هغه زياتوي، چې د فراه ښار ځينې سيمې چې د طالبانو په لاس کې وي اوس هم دي، د طالبانو په شا تنبولو لپاره هيڅ پرمختگ نه دی ليدل شوی، چې د خلکو اندېښنې کمې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د نا امنیو د ډېروالي په تړاو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې جنګ په افغانستان کې د طالبانو په ګټه روان دی.

د واشنگټن پوسټ په وينا ناټو د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړو، چې فراه ته يې يو شمېر بهرني سلاکاران استولي دي، چې افغان امنيتي ځواکونو ته لارښوونې او مشورې ورکړي.

د ولسي جرګې يوه غړې حميرا ایوبي وويل: ((طالبان لا هم د ښار په داخل کې دي که په نږدې وخت کې طالبان له ښاره ونه ويستل شي، نو د فراه ښار سقوط ناممکن نه دی)).

د ولسي جرګې غړي د دې ولایت د سقوط ويره په داسې حال کې ښکاره کوي، چې د روزګان، هلمند، بغلان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د طالبانو بريدونه ګړندي شوي او مرکزونه يې له سقوط سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button