جوزجان: په درزاب کې ۳ پوستې او ۱۵ محلي پوليس طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۷) الماس خدرخېل
له سيمې نه په ترلاسه شوي خبر کې ويل شوي، چې تېره ورځ د دې ولايت په درزاب ولسوالۍ اړوند د سردره په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالب وسلوالو تر منځ نښته شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې په دې نښتو کې طالبانو درې پوستې او يو ستر کلی له امنيتي ځواکونو نيولی.
بل پلو د وسلوالو طالبانو ويندوی، په رالېږلې خبرپاڼه کې د پوستو د نيولو تر څنګ وايي، چې په سيمه کې ورته مهم قومندان (بسم الله) په ګډون ۱۵ تنه محلي پوليس هم تسليم شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو سرتېرو ورته ۷ موټرسايکلونه، ۱۴ کلاشنکوفونه او يو شمېر نور نظامي توکي له ځان سره وروړي دي.
طالبان وايي په دغه جګړه کې د دوی پلويانو ته کوم زيان نه دی اوښتی، خو د محلي پوليسو دوه تنه يې ټپيان کړي دي.
د يادونې ده، چې طالبانو ته ډېری وخت د دولت امنيتي ځواکونو تسليم شوي، عسکر او سرتيري د ضمانتونو په ورکولو سره بېرته خپلو کورونو ته سهي سلامت ورسپارل کېږي.



