پکتيا: زرمت کې کمانډو ځواکونو د يوې ليسې په زده کوونکو تشدد کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۷) الماس خدرخېل

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اړوند د ځانګړو ځواکونو یو تن قوماندان، چې سیدعارف نومیږي، د باتور عالي لیسې یو تن زده کوونکی لمړی د ټولګي څخه را ایستلی او وروسته يې د یاد زده کوونکي څخه جامې ویستلي دي.

د نوموړې ليسې شاګرد نصرت الله وايي، چې  بربنډ انځورونه یې ترې اخیستل او سيد عارف به خلکو ته  ویل، چې دا زده کوونکی د طالبانو سره لاس لري.

پېښه تېره ورځ په باتور ليسه کې رامنځته شوې، او نوموړي قومندان د ليسې يو زده کوونکی  په ډزو ژوبل کړی، چې د شديد ټپ له کبله يې کابل ته د تداوۍ په موخه لېږدولی دی.

ځايي خلک وايي، کله چې د ليسې ښوونکو د قومندان مخه نيوله نو يو ښوونکی يې سخت ژوبل کړ، وروسته د ليسې شاګردانو د ښوونکي د شکنجه کولو د مخنيوي هڅه وکړه، چې قومندان عارف د ليسې په شاګردانو ډزې وکړې او ټپيان يې کړل.

شاګردانو ليسه تړلې او د يادې پيښې د پلټنې او قومندان ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د زرمت ځوانانو ټولنې له حکومت څخه غوښتنه کړې، ترڅو په دې برخه کې عدالت پلی شي او نوموړی قومندان ته سخته جزا ورکړل شي.

دوی زياتوي، چې ياد قومندان د اسلامي او افغاني اصول او عنعناتو په ضد کار کړی ده او په هیڅ وجه د بخښلو وړ نه دی.

د زرمت د ځوانانو ټولنې رسنيو ته ويلي: مونږ له حکومت څخه غواړو چې نوموړی له دندې ګوښه او د قانون مطابق ورته جزا ورکړي، که چیرې نوموړي ته د حکومت لخوا جزا ورنکړل شي، نو بیا به د زرمت ولسوالۍ خلک یاد قوماندان ته په خپله سزا ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button