واشنګټن پوسټ: افغان ځواکونه په ځینو سیمو کې د طالبانو سره د جنګ اراده نه شي کولای

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۷) زرغون خوږیاڼی

واشنګټن پوسټ  د «د زخم پر مخ پانسمان» تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده، چې په کې یې لیکلي دي:

هغه څه چې په دې ورځو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې کړي، د پانسمان په څیر دي چې د افغانستان د ټپي شوو عسکرو په زخمونو یې ایږدي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې کله چې طالبانو په هلمند ولایت حمله وکړه، افغان ځواکونو د امریکا د هوايي ځواکونو مرسته وغوښته، چې د امریکا هوايي ځواکونو هم په بیړه د هلمند په اسمان پروازونه پیل کړل او د طالبانو پر لیکو یې بمباري وکړه.

په لیکنه کې ویل شوي، دې کار طالبانو ته وښوده چې اوس هم امریکا په افغانستان واک او شتون لري.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، چې د طالبانو په لویو بریدونو کې، د امریکا۸۰۰ میلیون ډالر د افغان پوځ لپاره چې هم د رهبرۍ، پوځي تکتیکونو او تجهیزاتو کې په لګښت رسیږي او لا د کمي سره مخ دي، په ځینو سیمو کې افغان ځواکونه د طالبانو سره د جنګ اراده نه شي کولای او هغه څه چې په دې ورځو کې پيښ شوي یوه بیلګه ده.

لیکنه وايي، افغان پوځ د امریکا د پوځ سره سره د راتلو نکي لپاره کومه ستراتیژي نه لري، په کومو سیمو کې چې طالبان په حکومتي عسکرو برید کوي د امریکا هوايي ځواکونه د افغان پوځ ملاتړ کوي، چې دا ملاتړ په اصل کې د ټپونو پرمخ د پانسمان کیښودل دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button