طالبانو په قطر کې د کابل د ادارې سره لیده کاته رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۷) زرغون خوږیاڼی
طالبانو د کابل د ادارې له غړو سره لیدل رد کړي دي او له رسنیو یې غوښتي دي، چې له دا ډول بې سنده راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.
نن سهار وختي د ‘ګارډين” ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړو د کابل ادارې له مهمو مشرانو سره لیدلي دي، خبر پاڼه کې ویل شوي وو چې د سولې دې خبرو لپاره د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د ورور ملا عبدالمنان اخند په ګډون ځينې طالبان مشران هم قطر ته ورغلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو لیږل شوي پيغام کې ویلي، چې د ګارډين غربي ورځپاڼې د نامعلومه سرچینو په اساس راپور خپور کړ چې د اسلامي امارت استازو په قطر هېواد کې د کابل د ادارې له کسانوسره لیده کاته کړي.
طالب ویاند وايي چې مونږ د کابل د ادارې سره د لیدو کتو او خبرو دا ډول راپورونه ردوو.
ویاند زیاتوي، چې ((د اسلامی امارت استازو نه له معصوم ستانکزی اونه هم دکابل ادارې له کوم بل چارواکی سره لیدلی، د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت په موقف کي کوم تغیر ندی راغلی او په دی اړه زموږ پالیسي ډيره روښانه ده)).
په اخر کې ذبیح الله مجاهد وايي: د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په ټولو رسنیو ږغ کوي، چی د دا ډول بې سنده راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.



