بیغیرتي بده ده….

 شعر … یتیم زمری ….

غریبي ښه ده خو اشنا بیغیرتی بده ده….
جانانه ستا په شتمنی کې بدنیتی بده ده….

زه به ملنګ کچکول په لاس په زیارتو وګرزم…
له غیرت ډک توره په لاس په سنګرو وګرزم …

دا ستا د نیمي لار یاري او کمظرفي بده ده….

تا ته دي کلی او بنګلی در مبارک وي یاره….
دا د څو ورځو څو پیسی در مبارک وي یاره….

خو دا می واوره و اشنا ستا سرکشي بده ده….

کبر غرور د پاک سبحان مزه کړی….
چی په یو”کن”سره جهان چپه کړی….

ځان دی اصلاح کړه وا انسانه ستا لوی بده ده…

په دی دنیا به نور رسوا شي بیغوري مه کوه..
خپل او پردی لګ سره ګوره زر دوسي مه کوه…

مشره اغیارو سره ستا دغه دوستي بده ده…

دا زه “یتیم “به تل یتیم یمه دا ستا دلاسه….
په زړه سوری یمه اشنا د بی وفا دلاسه….

بس که رقیبه نوره ستا دا شیطانی بده ده ….

ماسخوتن دولس بجی د یکشنبې شپه ۱۵/۱۰/۲۰۱۶ درا پیښ مشکل حال ، د شعر په ژبه….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button