هند افغانستان ته د بسونو ورکول ځنډولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۸) الماس خدرخېل
هندوستان دا ځل افغانستان ته د ژمنه شوو بسونو د ورکولو لپاره شرایط وړاندې کړي، هندي چارواکو ویلي تر هغو چې په افغانستان کې موجود ملي بسونه و نه رغول شي، هغه زر بسونه به دغه هیواد ته ور نه کړي چې مخکې یې د سپارلو ژمنه کړې وه.
په ورته وخت کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزيرمحمد الله بتاش تېره ورځ د ترانسپورټ ملي ورځې په مناسبت غونډه کې وویل، دا مهال د ۲۰۰ ملي بسونو رغولو کار جریان لري چې ډیر ژر به بشپړ شي.
نوموړی وایي په ټوله کې ۶۰۰ ملي بسونه په افغانستان کې ترمیم ته اړتیا لري.
هندوستان په تېرو کلونو کې څو وارې د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت ته د ښاري ټرانسپورټ لپاره د ټاټا بسونه ورکړي؛ خو ویل کیږي چې د چارواکو د نه پاملرنې له کبله له پخوانیو ټاټا بسونو ګڼ شمېر یې په کمه موده کې غیر فعال شوي او له کاره لوېدلي دي.
بايد وويل شي، چې کابل ښار د نړۍ د مهمو ښارونو څخه يو دی چې منظم ښاري ټرانسپورټي سيسټم نه لري او خلک يې له يو لړ مشکلاتو سره مخ دي.



