د پوهنې پخواني وزیر، فاروق وردګ ۲۵میلیونه افغانۍ اختلاس

سرلیکنه
د ملګرو ملتونو د څار او سیګار ادارو د افغانستان د ښوونې اوروزنې په اړه تیرکال درې راپورونه خپاره کړل او پکې یې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د پوهنې وزارت مخ په زوال روان دی.
د یاد وزارت مامورین تر وزیره په فساد کې ککړدي، د موسساتوسره په شریکوالۍ خیالي ښوونځي جوړ او کال په کال د زرګونو ښوونکو معاشونه او کتابونه له وزارته اجراکیږي.
یو شیمر کتونکو د خیالي پولیسو او خیالي ښوونځیو معامله له حقیقته لرې بلله؛ خو د نورو پلټونکو په څیر د سلام وطندار طارق سعید په نامه یوه خبرنګار چې په پوهنې وزارت کې د مالي لګښتونو په اړه مرکې او معلومات راټول کړل، ثابته شوه چې د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ په خپل وزارت کې ۲۵میلیونه افغانۍ اختلاس کړی دی.
خبرنګار طارق سعید ته د په لاس ورغلو اسنادو پر بنسټ، فاروق وردګ په خپله په دوو برخو کې اختلاس ته زمینه برابره کړې ده، دا چې په نورو برخو کې فاروق وردګ څومره اختلاس کړی دی څرګنده نه ده.
د افغانستان لپاره د مالي لګښتونو د څار ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د دفاع وزارت څخه وروسته د پوهنې په وزارت کې په میلیونونو ډالر اختلاس شوي دي او همدا لامل دی چې افغانستان څو واره په نړیواله کچه په اداري فساد کې په رسمي توګه ککړ هیواد یاد کړل شو.
د امریکا جمهوریت غوښتونکو سناتورانو په سنامجلس کې د اوباما په اداره نیوکې وکړې، چې هغه هیواد (افغانستان) سره مرستې کوي چې له ماموره تر وزیره په فساد کې ککړ دي.
د پوهنې وزارت د داخلي ارزونو یوه پلاوي منلې، چې ۲۵ میلیونه افغانۍ په ۱۳۹۴ لمریز کال د جشن له پاره د شاګردانو د لېږد او د دوی د ماسپښین ډوډۍ په نوم اختلاس شوي دي.
د راپورونو په اساس ۲۵میلیونه افغانۍ یواځې په یوه کال کې اختلاس شوي دي، چې په تیرو څلورو کلونو کې به د پوهنې په وزارت کې وزیر د خپلو شریکوالو سره څومره اختلاس کړی وي، هغه پټ پاتې دي.
که په حقیقي توګه د پوهنې په وزارت کې پلټنه وکړل شي شاید فاروق وردګ لس او شل چنده اختلاس کړی وي، ځکه د۲۰۰۱م کال راپدیخوا په افغانستان کې د پوهنې په وزارت کې د خیالي ښوونځیو د زرګونواستادانو په نامه معاشونه اجرا کیږي.
په افغانستان کې رشوت او په بله پلمه اداري فساد د ټیټې کچې مامورین نه شي کولای، که یې وکړي د یوې میاشتي معاش پیسې دې له چانه واخلي په اصل کې د وزارتونو په کچه اداري فساد روان دی.
د بریښنا شرکت په هیواد کې د۷۲ دولتي، نادولتي ادارو او اشخاصو نوملړ خپور کړی، چې په میلونونو افغانۍ د بریښنا له پلوه پوروړی دی او نه یې ادا کوي، چې زیات پوروړي د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي،او استاد سیاف دي.
د بریښنا شرکت د رئیس په وینا، د بریښنا په عوایدو یې سترګې پټې کړي دي او څوک یې ترې نه شي اخستلای.
دوستم بیا په نظامیانو نیوکې کړي دي او ویلي یې دي، چې د دولت تر ولکې لاندې سیمو د سقوط یو لامل د یو شمیر قوماندانو له خوا د پوستو او پوځي تجهیزاتو پلورل دي، چې پوستې طالب وسله والوته سپاري.
دوستم ښکاره بیلګه په فاریاب ولایت کې د دولت تر ولکې لاندې سیمو د سقوط د یو شمیر قوماندانو له خوا د پوستو او پوځي تجهیزاتو پلورل ورکړ او ویې ویل، یو شمیر قوماندانان جګړه نه کوي عسکر او تجهیزات په طالبانو پلوري.
د جنرال دوستم په اعتراف او د پوهنې وزارت د داخلي ارزونو د پلاوي د معلوماتو نه داڅرګنده شوه، چې په دفاع او ښوونې او روزنې وزارتونو کې په میلیونو افغانۍ اختلاس شوي دي.
د هیواد دفاع او د راتلونکي نسل پوهه به همداسې د ناڅرګند برخلیک سره مخ وي، هیواد به په بهرنیو پوځونو ساتو او ځوان نسل به مو په غربي کلتور او نڅا ګانو روږدی را لوی شي.



