داعش، چې د خپل وجود وروستۍ ساه ګانې اخلي

قاري خالد (لومړۍ برخه)

په ۲۰۱۴م کال کې چې کله داعش د په عراق کې د موصل ښار ونیو، زیات تمرکز یې په برېښنایي رسنیو وکړ او د همدې لارې یې پر خلکو رواني اغېزې وښېندلې.

د داعش برېښنایي پوځ یا پر بله اصطلاح فرهنګي فعالان، په خورا تېزۍ سره فعال سول او د داعش ویډیوګانې، کارنامې، وحشتونه، بریاوې او د داعشي پوځیانو فعالیتونه یې دقیقه پر دقیقه رسنیز کړل.

داعش په رسنیز ډګر کې د مرکزالحیاة الاعلامي پر نوم څانګه فعاله کړه، چې په عربي، انګلیسي، فرانسوي او الماني ژبو به یې د خلکو د جذب لپاره تبلیغات کول. ددې ترڅنګ یې څو نورې څانګې د مرکز الفاروق، مرکز الفرقان، مرکزالیقین او مرکز الاعتصام پر نوم هم جوړې کړې، دې ادارو به د داعش لپاره فلمونه جوړوَل او بیا به یې نړیوالو رسنیو ته لېږدول.

په لومړیو کې د داعش د مرکزالحیاة ادارې یو فلم جوړ کړ، د ‘جګړې لمبې’ پر نوم؛ په دغه فلم کې د پام وړ مګر له وحشته ډکه یوه صحنه داسې ده چې داعشي جنګیالیو د سوریې د پوځ د ۱۷مې فرقې پوځیان ژوندې نیولي، پوځیان لګیا دي له اعدام وړاندې ځانونو ته قبرونه کېندي.

یو پوځي لګیا دی په ډېره جذبه د ځان لپاره قبر کېندي، کیمره مین پوښتنه ترې کوي چې څنګه د مرګ پر وړاندې خاندي؟ پوځي ورته وایي:

زه اقرار کوم او باوري یم چې الله عزوجل له داعش سره دی، د داعش جنګیالیو په څو دقیقو کې زمونږ منظمه او مجهزه فرقه ونیوله، په داسې حال کې چې زمونږ د پوځیانو شمېر سلګونه او ددوی شمېر لسګونه و.

دا هر څه د داعش لپاره او یا د داعش له لورې د داعش لیکو ته د احساساتي ځوانانو د جلب او جذب پر موخه ترسره کېدل،

البته راتلونکی به دا ښه روښانه کړي چې داعش څوک او د چا له لوري په سیمه کې جوړ او په کار واچول سو.

داعشه له موصله تر ننګرهاره لاره وکړه، قفقاز ته یې امیر وټاکه، بوکوحرام یې ملاتړ وکړ او د لیبیا په ځینو برخو کې هم د داعش جنګیالي ولیدل سول.

اوس تقریباً داعش وروستۍ ساه ګانې اخلي او د دولت مرکزي ښار موصل یې محاصره دی، په قفقاز کې یې هیڅ درک نه معلومېږي، په ننګرهار او د هیواد په نورو برخو کې سخت وټکول سول او په سوریه کې د جبهة النصرة پر وړاندې مات ښکاري.

څو تنه مشران یې وژل شوي او بغدادي له زیاتې مودې راهیسې نه دی تر سترګو شوی.

د داعش لاس ته راوړنې.

داعش د نړۍ دوه ستر جهادي خوځښتونه چې یو یې نړیوال جهادي تنظیم القاعدة الجهاد دی او بل یې پر نړیواله سطحه په محکومو مسلمانو پرګنیو کې د جهاد د بیا ځل احیاء بنسټګر تنظیم د افغانستان اسلامي امارت دی. داعش همدا دوه ستر تنظیمونه وننګول، ځینې خلک او څانګې یې ترې جلا او بیا یې ورسره د جګړې پرېکړه وکړه.

د داعش سپین سترګي ویاند چې موده وړاندې په یوه برید کې ووژل سو، د رسنیو له لارې د القاعده او امارت اسلامي مشرانو ته په ډېر جسارت او سپین سترګۍ ګوتڅنډنې کولې او ددغو ګوندونو اتباع یې تهدیدول.

داعش وتوانېد چې عراق له القاعدې تصفیه کړي او د نړۍ په هره څنډه د القاعده مجاهدین پر منځ دوې ټوټې کړي.

همچنان داعش په افغانستان کې د طالبانو ترمنځ درز پیدا کړ او بیا د طالبانو سره په جګړو کې کیوتل.

نړیوالو، پاکستاني او افغاني استخباراتو له مودو دا هیله درلودله چې ګویا د طالبانو منځ کې درز پیدا کړی سي او ددې لپاره یې ځینې کارونه کړي هم ول.

په افغانستان کې د پاکستاني قبایلي پښتون او د تحریک طالبان څخه د شړل سوي، حافظ سعیدخان پر قیادت د داعش څرګندېدل، دلته په ساحه کې ځینې هغه خلک چې دغلا، اختطاف او وحشیانه او بې محاکمې قتلونو له امله د طالبانو له لیکو شړل سوي ول او یا یې د شړل کېدو او محاکمې امکان و؛ د داعش په لیکو کې منسجم کېدل هغه څه ول چې د داعش پر وجود یې د سوال ګوتې پورته کولې.

داعش د مجاهدینو فتوحات وځنډول، مجاهدین یې په خپلو کې سره په جګړو واچول، ډېری هغه غیرتي مجاهدین داعش یا د دواړو لوریو په جګړه کې په شهادت ورسېدل چې د صلیبیانو له لوري پرې لوړ انعامات منلی سوي ول او…

اوس چې داعشیان له هرې خوا او په هر ځای کې محاصره دي او هیڅ کومه جهادي ډله یې مرستې ته نه ورځي او نه یې پر اړه سپڼ کوي، ماته زما د یوه ملګري خبره رایادېږي؛ هغه مهال چې داعش د هغو جنګیالیو ویډیو نشر کړه چې د داعش لیکو ته جذب سوو څو تنو غربي او عربي احساساتي ځوانان ورپکې لګیا وي، خپلو پاسپورتونه ته اورونه اچوي، دغه ملګري راته وویل، خدای مکړه دا کیسه سازش نه وي؟ دغه ځوانان چې خپل پاسپورتونه یې د اور لمبو ته وسپارل، داسې نسي یو وخت پرته له مرګه بله لار ونلري او د موصل ښار کې پر خپله د اور خوراک سي؟

ماته یې خبرې په توهماتو بناء ښکاره سوې؛ ورته کړل مې، دا خلک همدغه غواړي، دوی له محکوم ژونده تنګ دي، باور لري چې د ګیدړ له سل کاله ژونده د زمري یوه ورځ ژوند بهتر دی؛ اما نن مې خیالات بل ډول دي او د هغه ملګري توهمات! راته حقایق برېښي.

داعش ته په نړیواله کچه پراخ کمپاین وسو، سلګونه احساساتي ځوانان یې له هر ګوند او ډلې، لیکو کې مدغم سول…

نور بیا…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button