ننګرهار: د سپرلیو یوه موټر کې د ګاز ډبې په چاودېدلو سره ۱۱ کسان ټپیان شوي

کابل ټکی کام ۲۹تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له ننګرهار ولایت څخه تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د سه پای په څلور لاري کې د یوه موټر د ګاز ډبې په چاودېدلو سره ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه، چې ټپیان سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د ټپیانو روغتیايي حالت ښه وباله.



