خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

ویسا:

هېواد مو ولې د نيابتي جګړو په ډګر بدليږي؟

کابل ټکی کام:

ځکه چې لاسپوڅي او ګوډاګیان واک ته رسیدلي دي.

 ارمان:

هم مې ووژني پخپله هم پر ما باندې ژړا كا

کابل ټکی کام:

که همدا حال وي نو داسې ورځ به راشي چې هم به دې وژني او هم به تا باندې خندا کا،

 هیواد:

داعش پردۍ پروژه چې زموږ په وينو پرمخ درومي

کابل ټکی کام:

او دا حقیقت هم ووایاست چې: د ملي یووالي حکومت د چا پروژه ؟ او د چا په وینو په مخ درومي؟؟؟

 ویسا:

د ارګ پر غونډه يو څو ټكي

کابل ټکی کام:

یعنې د موږکانو پر غونډه !!!

 انیس:

ولې د پرديو لپاره په تدريجي مرګ محكوم يو؟

کابل ټکی کام:

ځکه چې ځانونه مو په ډالرو خرڅ کړي.

 د پخواني ولسمشر د دفتر پخوانى رئيس عبدالكريم خُرم:

امریکا به له افغانستانه د تروریزم د صادرولو کار ژر پیل کړي

کابل ټکی کام:

او ستاسې په شان د په نوم اخوانیانو غوا به پکې بیا لنګه وي.

 ویسا:

پاکستان د چین – پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د یوځای کېدو هرکلی وکړ

کابل ټکی کام:

البته د زړه له کومې؟!!!

 امنيتي سرچينې:

 په ګيلان ولسوالۍ کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام:

او په د ملي اردو په سلګونو سرتیري هم طالبانو ته تسلیم شول.

د سعودي عربستان ژمنه:

 له افغانانو سره د سولې په راوستو کې مرسته کوو

کابل ټکی کام:

خو چې زیر کاسه نیم کاسه نه وي؟

 ۸صبح:

بلى اصلاحات؛ اما چګونه؟

کابل ټکی کام:

آن ګونه که جیب های شان خالی نه مانه.

 ویسا:

د ترهګرۍ پالونكى عربستان نه بلكې امريكا ده

کابل ټکی کام:

ایله دې د نښې منځ وویشتو

 ارمان:

وسله وال مخالفين ځواكمن شوي كه حكومت كمزورى شوى؟

کابل ټکی کام:

دواړه کاره شوي.

هیواد:

مسكو ته د طالبانو د مشر سفر تر شا

کابل ټکی کام:

خپله پوهیږې نو چې تر شا یې څه دي؟

 ۸صبح:

پس منظر تاریخی حوادث خونبار کنونی هلمند

کابل ټکی کام:

از برکت پُف های جبار قهرمان ترسو.

 فارن پالیسي خپرونه:

 د پاکستان نېږدې ټول ګاونډیان له دغه هېواده اندېښنه لري

کابل ټکی کام:

لکه د امریکا نه چې نړۍ اندیښنه لري، چې غله ته وایې غلا وکړه او د کور مالک ته وایي بیدار اوسه.

 جنرال ویلسون شوفنر:

 گروه داعش بگونۀ کامل در افغانستان سرکوب شده است

کابل ټکی کام:

امریکا و ایتلافیان اش نیز همین ګونه در افغانستان سرکوب خواهند شد. بخاطریکه افغانستان مقبره هر ګونه متجاوزین است چې داعش باشد و چې امریکا و دیګر.

ویسا:

ملي اردو اچین کې ۵ داعشیان وژلي

کابل ټکی کام:

او جنرال ویلسون شوفنر ادعا کړې او وایي چې ( گروه داعش بگونۀ کامل در افغانستان سرکوب شده است) نو دا ضد او نقیضې څرګندونې د څه معنی لرلای شي؟

 فرانسه:

طالبان نمی ‌توانند در جنگ پیروز شوند

کابل ټکی کام:

و این اطمنان هم داشته باشید که غلامان حلقه بګوش فرانسه در افغانستان نیز پیروز شده نتوانستند و نمی توانند و نه خواهند توانست.  معاون اول ولسی جرگه در عکس العمل به گفته های احمد ضیا مسعود:

مقامات نباید با اظهارات شان اذهان عامه را مخشوش سازند

کابل ټکی کام:

کاش عقل آخر تان در اول میبود.

 ویسا:

امریکا د اسلامي حزب دوه غړي د نړېوالو ترهګرو لست کې شامل کړل

کابل ټکی  کام:

حکمتیار صیب! اوس به ښه راڅرګند شې؟ خدای دې ورته ټینګ کړه.

 نیویارک ټایمز:

 هلمند د  خونړیو جګړو ډګر ګرځېدلی

کابل ټکی کام:

لږ صبر وکړئ دا اور چې تاسې بل کړی نیویارک به هم لمبه کړي.

 والسټریټ ژورنال:

 چين غواړي په افغانستان کې خپله ښکېلتیا پراخه کړي

کابل ټکی کام:

لکه چې د چین ډډو هم خارښ کړی.

 شماری از کارمندان جوزجان:

 ولسوالی مینگجیک جوزجان در خطر سقوط قرار دارد

کابل ټکی کام:

شاید اکنون عقل تان به سرتان آمده باشد. اګر نه آمده باشد عنقریب خواهد آمد.

 پخوانى ولسمشر حامد کرزی:

 بهرنيوځواكونو پرافغان خاوره د پاكستان د بريدونو پرړواند چوپتيا غوره كړې

کابل ټکی کام:

هههههههههههه ته به وایې چې حامد کرزي بهرنیو ځواکونو ته تنخوا ورکوي نه دا چې بهرني ځواکونه حامد کرزي ته. آخر شرم هم لږ ښه شی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button