ټول طالبان د سولې ليواله دي

سرليکنه
د افغانستان جمهوري رياست ويلي دي چې يوشمير طالبان د بين الافغاني خبرو او سولې ليواله دي، ښه خبره ېې کړې ده خو تر اوسه پورې د جمهوري رياست ړندو او کڼو سياستوالو او په ارګ کې ناستو ټيټ فکرو ته دا نه ده څرګنده چې په افغانستان کې جګړه چاپيل کړې ده؟ جګړه مار د څومره زره کيلو متره لرې واټن څخه د افغانانو په وژلو پسې راغلي دي؟ او د افغان ولس دفاع څوک کوي؟.
تر اوسه پورې د ارګ مشاورينو پدې هم سوچ نه دي کړى چې په روانه جګړه کې څوک وژل کيږي؟ د چا کورونه ورانيږي؟ او څوک خپلو کورونو پريښودو ته اړکيږي؟ او د چا له لاسه اړکيږي؟
افغانان امريکا ته ټوپک او راکټ په لاس ورغلي او که امريکايي پوځيان افغانستان ته د بمونو او ټانکونو سره راغلي دي؟
افغانانو په امريکا کې تجارتي مرکز ړنګ کړ، که امريکايانو د افغانانو کورونه کنډواله کړل ؟
دا ټول هغه سوالونه دي چې په ارګ کې ناست له حقيقته ناخبره مشاورين ېې ځواب لري؛ خو ځوابولاې یې نه شي.
لومړى خو داسې څه خبره تراوسه لا نه ده شوې چې طالبانو دې د دولت سره د سولې په اړه څه ويلي وي او که یې خبره کړې وي دا خو بيا د خوښۍ ځای دی الله ج دې وکړي چې په افغانستان کې د جګړې نوم هم د خلکو له ياده ووځي، بس دی همدومره جګړې چې دوه نسله ېې په اورکې وسوزول .
ارګ په خپلو معلوماتو کې چې يو شمير رسنيو ته یې ورکړي دي ويلي، چې د طالب مشران سولې ته ليواله دي، په اصل کې ټول طالبان چې د همدې افغانستان بچيان دي په افغانستان کې د سولې ليواله دي؛ خو د داسې سولې چې پکې د افغانستان د ملي ارزښتونو، اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی شوى وي او هم د روسي او امريکايي يرغلګرو په مقابل کې د شهيدانو پاکې وينې او ارمانونه په نظر کې نيول شوي وي، نه دا چې په دې هر څه دې خاورې واړول شي .
لومړى خو طالبانو د حکومت د کومو چارواکو سره د خبرو څه اشاره نه ده کړې، بلکې په يوه اعلاميه کې یې ترديد کړی دى، ځکه په افغانستان کې چې اوس کوم حالات روان دي او لا ورته امريکايي جنرالان د لسو کالو پورې په تمه دي د دوی په شتون کې په افغانستان کې د سولې امکانات نه ليدل کيږي.
هو که امريکا او افغان حکومت په افغانستان کې سولې ته امکانات برابر کړل او د افغان مجاهد ولس غوښتنو ته ېې درناوى وښود په هغه ورځ به جګړه پای ته رسيدلې وي .
خپله د حکومت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې مو امريکايي پوځونو ته د لسو کالو د شتون او د ځینو معلوماتو له مخې د پنځوس کاله د شتون لاس ليک د امريکا سره کړي دى.
آيا د امريکا د ړندو بمباريو په سيوري کې چې زمونږ مظلوم ولس یې په لوګيو کې مرګونى ژوند کوي سوله به رامنځ ته شي؟ په هره ورځ د افغانانو له کورونو څخه د جنازو وتلو ته خو بيا سوله نه ويل کيږي!
طالبان هيڅ وخت د افغان ولس په ورځنيو جنازو او په هديرو کې د شهيدانو د مزارونو په شناختو د سولې لاس ليک نه شي کولاى.



