د افغانستان پولي ته نژدې، تاجکستان او چین ګډ پوځي تمرینونه پيل کړل

 ( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۳۰ ) زرغون خوږیاڼی

تېره ورځ د افغانستان د پولې په اوږدو کې، تاجکستان او چین ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.

د تاجکستان پوځي چارواکو ویلي دي، چې دا پوځي مانورونه په سیمه کې د امنیتي وضیعت د کنټرول لپاره د چین هېواد په هڅو سره پیل شوي دي.

دا تمرینونه تیره ورځ پیل شول او د اکتوبر تر ۲۴ نیټې پورې به دوام وکړي، ویل کیږي چې په دې پوځي مانورونو کې د دواړو هېوادونو ۱۰ زره پوځیان، بیلا بیل پوځي نقلیه وسایط او جنګي چورلکې شاملې دي.

تاجک چارواکو تیره میاشت ویلي وو، چین د افغانستان او تاجکستان سره د ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې ته څیرمه د دغه هیوادونو د امنیت خوندیتوب او د هیرویینوقاچاقبرانو د مخې نیولو لپاره په زیر بنايي پلانونو غور کوي.

د روان میلادي کال په پیل کې چین او تاجکستان سره، په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې یو ایتلاف هم لاسلیک کړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button