ځواکمن طالب
استاذ محمد ضياء الدين الصابوني د خپلې يوې قصیدې په يوه بيت کې د استاذ عبد الفتاح ابو غده رحمه الله تشبيه له امام ابو حنيفه رحمه الله سره ورکړې وه.
أبو حنيفة في رأي وفي جدل يسمو بهمته لأرفع الرتب
ژباړه: په رایه او مناقشه کې امام ابو حنيفه دی او په خپل همت سره لوړو مرتبو ته رسيږي.
کله چې استاذ عبد الفتاح ابو غده رحمه الله دغه قصيده واوريدله نو ډير خواشينی شو او په ځواب کې يې دغه کلمات وروليږل:
دغو ملګرو چې زما په اړه يې په دغو کلماتو سره مهرباني کړې ډيره مبالغه يې کړې او ډير وړاندې تللي تردې چې زه يې له امام ابو حنيفه رضي الله عنه سره تشبيه کړی يم؛ خو زه د امام ابو حنيفه رحمه الله په مقابل کې د ريګ او خاورې يوه ذره هم نه يم، تاسې پوهيږئ ابو حنيفه رحمه الله څوک و؟
ابو حنيفه د الله عزوجل له رحمتونو څخه يو رحمت و، چې الله جل جلاله دې امت ته هديه کړی و، لکه امام مالک، امام احمد، امام شافعي رحمهم الله او امام ابن جرير چې هديه کړي وو، دغه امامان که زه صلاحيت ولرم چې د هغوی په څنګ کې د ريګ د يوې کوچنۍ ذرې حيثيت ولرم دا هم زما لپاره ستر وياړ او لويه بريا ده چې زه يې شکر نه شم پرځای کولی، نو دغه ډول کلمات چې زما په اړه ويل شوي زه ترې معذرت غواړم، زما نفس يې اوريدل او قبلول نشي زغملی، اګرکه زما له يوه مخلص محب څخه په ښه نيت صادر شوي خو حق ډير وړ ده چې اتباع يې وشي ….
صفحات من صبر العلماء علی شدائد العلم والتحصيل ۲۳مخ
متأسفانه نن سبا ځينې خلک په بې ادبۍ کې دومره اوج ته رسيدلي چې په دوه ټکو به ککړ نه وي، د دين په ضرورياتو به علم نه لري خو په پخوانيو ائمه و او علماؤ پسې به خبرې کوي او د نحن رجال وهم رجال نارې به وهي، زمونږ او دپخوانيو د علم، عمل، تقوی، عقل، ذهانت او اجتهاد ترمنځ د ځمکې او اسمان فرق دی خو کاش چې دا خلک پوهيدلای.

















