ليکوال. محمدعلي عمري
سي له دين څخه دې بد کيږي نو طالب ولې جګ جګ کوې او له جهاد څخه دې بد کيږي ملايان ولې نېغ نېغ کوي دين او جهاد دطالب دپاره نه دي راغلي ددې ټولو مسلمانانو دپاره راغلي دي ستا پر فکر او حواسو باندې دغرب دومره تسلط دی چي آن دانه سې ويلاي چي حضرت محمدصلی الله علیه وسلم قايدالمجاهدين وو او دهغه صحابه کرام ټول مجاهدين وو او له يهودو او نصاری سره یې جهاد کاوو.
ستامنحوس فکر دا درته وايي چي دملا ځاي محراب دی داخبره هم پرتا باندې ددين ددښمنانو له لوري تپل شوې ده آیا دخداي دپیغمبر صلی الله علیه وسلم او دهغه دصحابه کراموځايونه مسجدونه او محرابونه وو کنه دهغوي ځايونه غرونه او مورچې وې؟ اول خو دې خداي هدايت درته وکړي سي يهود او نصاری دځان او مسلمانانو دپاره يو ټينګ دښمن وګڼې ترڅو قرآن کريم درڅخه خوشحاله شي. که به خداي هدايت نه درته کوي نو حشردې خداي له اوباما نوروکفارو سره کړه . او ياد ساته چي دخداي دستر نبي صلی الله علیه وسلم ويناده سي جهاد به ترقيامته روان وي او انشاء الله دا ارمان به ګورته وړې سي کابل به سرترپایه يهوديهود سي . دکفر راتلل او دهغوي څرخکې زموږ پر سرونو ګرځېدل دا زما او ستا دامتحان او ازمويښت پخاطر دي الله رب العزت زما او ستا ايمان بالمشاهده ګوري. داليکل په دې خاطر درته کوم چي له ځانه دسړي زوي جوړ کړه هیڅ کله دملا خبره مه منه ورسه قرآن کریم او آحاديث درسول الله وګوره آن دټولو احاديثو ژباړه په پښتو ژبه کې هم درته پیدا کيږي قرآن او حديث خو دملايانو نه دي دالله پاک او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم دي. او اوس اوس دکفر ټول زور پردې دی سي جهاد خلګو ته په دهشت او فساد سره معرفي کړي او دډالرو په زورسره یې اوس ته دخپل ځان کړې. خو يادساته ډالر او دکفر ملګرتيا دې داجل دپياوړي او حيرانونکي قوت څخه نه شي ساتلاي
جهاد خو دمړي اسقاط نه دی او نه دمړي ددرېيمې شپې خیرات بلکه جهاد دومره مهم څيز دی لکه ستا مورچي ديوه دښمن له لوري ووژل سي او بيا یې دښمن په دار راځوړنده کړي او بيا دا بدبخته شېبه ته پخپلو سترګو ووينې که ته هرڅو ددين او جهاد څخه خلاف سې بيا به هم دکفر په وړاندې خلګ جهاد کوي او دا زه نه درته وايم دخداي ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم درته وايي سي جهاد به ترقيامته پورې


















