روسيه: د چورلکې نسکورېدو پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱) الماس خدرخېل

د روسيې هوايي ځواکونو اړوند چارواکو ځايي رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ په (يامال) ټاپو کې د روسيې يوه چورلکې سقوط کړی دی.

روسي چارواکي وايي، MI 8 ډوله چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

د روسيې ځينو خبري رسنيو ويلي، چې په ياده پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپيان دي.

د روسيې يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې نوموړې چورلکې د هوا د خراب والي له امله راسقوط کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button