تحزب په اسلام کی اساس نه لري

لیکوال: مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله
څرنګه چې د افغانستان روان حالت ګورو، باور لرو که په یوه سلیمه لاره دغه بحران ختم شي او یو اسلامي حکومت افغانستان کې جوړ نه شي، نه یواځې دا چې افغانستان به د یو کفري حکومت تر چغ لاندې راځي، بلکې له یوې خوا به ذات البیني شخړې نورې هم ډېرېږي او له بلې خوا به داسې وخت راځي، چې له مجاهدو او علماوو څخه به زندانونه ډکېږي او پوره بې رحمۍ به د کفري اعمالو لپاره قرباني کېږي.
ددې وجه دا ده چې لوی خدای له مجاهدینو سره د مرستې وعده کړې او هغوی ته یې د هغوی وظیفه ور په ګوته کړې ده، په تاکید سره فرمایي: (وَ لَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزيزٌ40 ) یعنې الله تعالی به خامخا او ارومرو د هغه چا ملاتړ او مرسته وکړي، چې د خدای د دین مرستې ته یې ملا تړلې او جهاد ته راوتلی وي، چې دغه وعده الله تعالی ترسره کړه او د بې بضاعته، بې دفاع، بېوزلو مجاهدینو د جهاد په نتیجه کې نه یواځې روسان شرمېدلي تېښتې ته مجبور شول، بلکې پخپله د کمونیزم ټغر ورټول شو او یو لوی طاقت چې امریکا ترې په ترهه کې وه، ټوټه ټوټه شو او ومو لیدل چې د مسلمانانو د بریالیتوب لپاره پخپله د افغانستان کمونستانو هم د مجاهدینو ملاتړ وکړ.
خو کله چې مجاهدینو د لوی خدای حکم ته شا کړه، چې فرمایلي یې دي: الَّذينَ إِن مَكَّنّاهُم فِي الأَرضِ أَقامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكاةَ وَأَمَروا بِالمَعروفِ وَنَهَوا عَنِ المُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عاقِبَةُ الأُمورِ .۴۱) یعنې مجاهد هغه خلک دي، چې کله قدرت په لاس ورکړو بدني او مالي عبادتونه ترسره کوي او نورو خلکو ته د خیر او ښېگڼې امر کوي له بدو او ناوړه چارو څخه یې منع کوي.
هو! کله چې مجاهدینو د اکثریت په اعتبار دغه وظېفه پرېښوده، له یوې خوا یې په قدرت او چوکیو سره سر شوکانې پیل کړې الهي دا حکم یې شاته واچاوه، چې امانت باید اهل ته وسپارل شي، بلکې په حزبي سطحه باندې د چوکیو نیولو ته اقدامات پیل شول او له بلې خوا یې چور چپاول پیل کړ.
د لارو په سر د قطاع الطریق په حیث کېناستل او په غلا او هېڅ بد اخلاقۍ یې صرف ونه کړه او د دوی مشرانو هم همدغه شانې غیر مجاهد خلگ د خپل قوت لپاره د مجاهد په نوم له خپلو مجاهدینو سره یوځای کړل، چې په نتېجه کې یې د طرفینو د ناکامۍ، د اسلامی جهاد د بدنامۍ او د افغانستان د بربادۍ سبب وګرځېدل او اوس خبره دېته ورسېده، چې د افغانستان موضوع هومره لا ینحله شوه چې اوس ورته عالمي استعمار شونډې څټي او دېته تیار شوی دی، د افغانستان استقلال او موجودیت محوه کړي او ددې مسؤلیت د مجاهدینو، بلکې د اسلام په غاړه واچوي او په نړۍ کې اسلام او اسلامي جهاد بدنام کړي.
ددې لپاره چې دا مظلوم ملت او دا بې وزلي مسلمانان دداسې عاقبت نه سنجوونکو په دام کې ونه لوېږي او دغه شانې خلک د افغانستان کښتۍ د تباهۍ په سیلاب لاهو نه کړي.
د رسول اکرم صلی الله وسلم له هغه ارشاد سره سم، چې په دې معنی یې فرمایلي دي: ستاسو مثال داسې دی، لکه یو ډله خلک چې د کښتۍ په لاندې او باندې طبقو کې سره کښېني، خو د لاندې طبقې خلک په دې خیال چې ځانته لنډې اوبه را پیدا کړي او هم پاسنیو خلکو ته تکلیف ور نه کړي، د کښتۍ د تختې په ایستلو پیل وکړي نو که د پاسنۍ طبقی سپرلیو یې لاس ونیو او منعه یې کړل، نو هغوی ته به هم نجات ورکړي او ځانونو ته به هم نجات ورکړی او که نه، نو دواړه طبقی به ډوبېږی.
د ځینو عالمانو او قومندانانو په غوښتنو مو دا غږ پورته کړ، چې د افغانستان اداره مونږ په خپل لاس کې نېسو او نوره اجازه نشو ورکولای، چې دا لوبې دوام وکړي او د افغانستان د تباهۍ لپاره لاس او پښې ووهل شي.


