حيدرالعبادي: د موصل په نيولو کې له ترکيې مرسته نه غواړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲) الماس خدرخېل

د عراق لومړي وزير حيدرالعبادي تېره ورځ په يوه غونډه کې وويل، چې د موصل په نيولو کې د ترکیې مرستې ته ضرورت نه لري.

دغه څرګندونې لومړي وزير د شنبې په ورځ د امريکا د دفاع وزير سره په ملاقات کې وکړې هغه زياته کړه: (د موصل لپاره جګړه د عراق جګړه ده. د جنګ پلان عراق جوړوي او عملي کوي یې. زه پوهیږم چې ترکان غواړي، چې د موصل په بیرته نیولو کې برخه واخلي. موږ ورنه مننه کوو. عراق به پخپله دغه کار وکړي او موصل او د عراق نورې سیمې به آزادي کړي).

د عراق لومړی وزير په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د ترکيې جمهوررئيس رجب طيب اردغان ويلي و، چې ترکيه غواړي د موصل په بېرته نيولو کې د عراقي ځواکونو تر څنګ ونډه ولري.

اردغان په خپله وينا کې دا هم ویلي و، چې د ترکيې ځواکونه چې د موصل ښار ته نږدې ځای پرځای شوي دي په خپلو عملياتو کې به له عراقي حکومت نه هدايت نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا دفاع وزير تېره ورځ خبري رسنيو ته وويل: د موصل په نيولو کې د ترکيې د رول په اړه خبرې کول مشکل کار دی.هغه وويل دا د عراقي حکومت پورې تړلې خبره ده.

د يادونې ده، چې عراقي ځواکونو شپږ ورځې وړاندې د داعش نه د موصل ښار د بېرته نيولو عمليات پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button