بامیان: ترافيکي پېښه کې ۶ تنه وژل شوي ۱۰ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲) الماس خدرخېل

د باميان چارواکو ويلي، په دغه ولايت کې د يو د يو فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه لس تنه نور ټپيان دي.

د دغه ولايت امنيه قومندانۍ امنيت امر سمونوال محمد علي ازادۍ راډيو ته وویل، چې د موټر ټکر کېدو پېښه تېر ماښام د ورس ولسوالۍ په سرخ جوی سيمه کې رامنځته شوې ده.

د باميان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د سړکونو د خرابوالي له کبله وخت ناوخت دغه شان پېښې رامنځته کېږي، چې د لويو لارو ډيری مسافر يې د ستونزو سره مخ کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button