نړۍ وال بانک افغانستان سره د بې وزلۍ کمولو لپاره ۱۲۰میلیون ډالر مرسته وکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۷) زرغون خوږیاڼی

نړۍ وال بانک د افغانستان سره د بېوزلۍ د کمولو، په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د اقتصادي نظام د پیاوړي کولو او د هیواد په ځینو سیمو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي پیدا کولو لپاره ۱۲۰ میلون ډالر مرسته وکړه.

د نړیوال بانک چارواکو ویلي، چې له دې پیسو څخه به ۱۰۰ میلون ډالر د ولسي تړون له لارې په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې او همدارنګه په لویو ښارونو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ولګول شي، ددوی په وینا په دې سره به نږدې درې نیم(۳،۵) میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشر رابرټ سام ویلي؛ چې پاتې۲۰ میلیون ډالر به د افغانستان د حکومت پر مرکزي بانک او همدارنګه د مالي نظام پر پیاوړي کولو باندې ولګول شي.

رابرټ سام ویلي؛ اوس مهال په افغانستان کې ۳۶ سلنه وګړي د بې وزلۍ او فقر تر کرښې لاندې ژوند تیروي، چې دا مرستې د بې وزلۍ د کمولو په موخه شوي دي.

 څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني وویلي وو، چې د هېواد ۱۵ سلنه وکړي وږي اوده کیږي، د نوموړي په وینا دا وګړي او د هیواد تر ۳۶ سلنه دیر وګړي په سختۍ سره د ورځې ډوډۍ پیدا کولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button