د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ درملنې روغتون پرانستل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۷) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سرطان ناروغۍ د درملنې او تشخیص لپاره روغتون په رسمي توګه پرانیستل شو.
دغه وزارت وایي، چې په دې روغتون کې به د سرطان په ناروغۍ اخته ټولو ناروغانو ته په وړیا توګه د درملنې امکانات برابرشي.
د روغتون پرانسته د ولسمشر اشرف غني میرمنې رولا غني وکړ، نوموړې د پرانیستې پر مهال ویلي چې ددغه رنځ درملنې لپاره په جمهوریت روغتون کې ځای بیل شوی چې ۲۵ بستره لري.
رولا غني وویل، چې په دې روغتون کې به لومړی د ناروغ د ناروغۍ تشخیص کیږي او وروسته له دې په روغتون کې د جراحۍ او شیمو تراپي څانګي هم موجودې دي چې د ناروغ عملیات پکې ترسره کیږي.
په پرانست غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز ددغه روغتیايي مرکز پرانستل خورا مهم اقدام وګاڼه او په وینا یې ددغه مرکز په پرانیستلو سره به بهر هیوادونو ته د سرطان ناروغانو دتګ مخنیوی وشي او دا ددوی لپاره یوه لویه اسانتیا ده.
دعامې روغتیا وزیر ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې هر کال نږدې ۲۰ زرو پورې کسان په دغې ناروغۍ اخته کیږي، چې ډيری یې د سینې، معدې، خولې، رحم او کلمو سرطاني ناروغۍ وي، چې له پنځلس زرو څخه زیات یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
.دا لومړی ځل دی چې په هیواد کې د سرطان ناروغۍ لپاره د روغتون اسانتیا رامنځته کیږي، مخکې له دې به د سرطان ناروغ بل بهرني هیواد ته لیږدول کیدل، چې ځینو یې د مالي لګښت د نه درلودلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکولو.



