پکتیا: جانی خیلو ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو په افغان عسکرو بمباري کړې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۷) زرغون خوږیاڼی

د ناتایید شوي راپورونو له مخې ویل شوي، چې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د پیجګي کنډو په سیمه کې امریکايي الوتکو په افغان عسکرو بمباري کړې ده.

ځايي سرچینو ویلي، چې بمباري په یاده سیمه کې د ملي اردو په پوستو شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلی شوي، چې په یاد هوايي بریدونو کې د ملي اردو ۹ عسکر وژل شوي او یو شمیر نور یې ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د جاني خیلو ولسوالۍ په پیچګي سیمه کې امریکايي الوتکو په افغان عسکرو هوايي برید وکړو او ۹ عسکر یې ووژل.

د هیواد په سطحه ملي شنونکي نظر محمد مطمئین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ((د ګډ حکومت مشران به بیا هم د تېر وخت په څیر د امریکایانو پر خپلسرۍ او افغان پوځیانو وژلو پټه خوله وي، تر څو په عمل کې ثابته کړي چې د امریکا هرې ناروا ته سکوت او د هغوی هر ظلم پر افغان ولس په پټه خوله مني)).

دده په وینا، تاریخ دا هر څه ثبتوي، یوه ورځ به خامخا افغان ولس له امریکا پلوه افغان مشرانو او سیاستوالو څخه د امریکا له مظالمو څخه ددوی د ملاتړ حساب وغواړي.

 د یادونې وړ ده چې نن د پکتیا ولایت د احمد خیلو ولسوالۍ په سکندرخیلو سیمه کې ۹ تنه سیمه اییز پولیسو د طالبانو لیکو ته تسلیم شوي وو.

تر اوسه پورې په افغان پوځ د امریکایانو برید په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. څيړنى حقائق ښکاروى
    دا چى نن مى بيا داسى خبرى سرچينې وليدلى چى ګواکى امريكايي ځواکونو په افغان ځواکونو بمبار کړى دا څيړل شوى خبر ده تاسى فکر وکړۍ دى ته ورته پيښي ډيرى کيږى خو سترګى پرى پټيژي ،،که مو اوريدلى وى چى نبى ﷺ فرمايلى ،،من اعن ظالمًاسلطه الله عليه ،،،که چا دظالم مرسته وکړه الله به يي په هغه مرستندوى مسلط کړى ،،دا هغه حديث شريف ده چى روښانه يي ټولى نړۍ ته درسول الله ﷺمعجزه وښودله په دى نږدى کى امريكايي ځواکونو زيات افغان دولتى جنګيالي ووژل چى بالاخره هيڅوک يي سر هم نه پورته کوى خو دا هغه څوک دى چى تر امريكايانو به زما اوستا کورته په بى عدلانه ډول ننوت او چى څه بى عزتى يي په وس پوره وه کوله به يي نن چى خپل نږدى قريب يعنى امريكايانو بيرته په دوۍ دټوپکو شپيلۍ ورواړوله دا دهغه حديث حقيقت تازه شو ،،،بايد دراتلونکى دپاره له داسى چا سره ملګريتوب ونه کړى چى ځان دخــــداى دښمن جوړ کړى ،،،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button