د پکتیکا ووړممۍ ولسوالي د طالبانو لاس ته ولویده

کابل ټکی کام: ۷ لړم ۱۳۹۵ل بصیراحمد پاڅون
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې نن ماښام د د پکتیکا ولایت په ووړممۍ ولسوالۍ طالبانو تعرضي بریدونه پیل کړل او د ماسخوتن لس بجې یې د ولسوالۍ مرکز او د امنیې قوماندانۍ په بشپړه توګه پخپل کنترول کې واخیستل.
سرچینې وایي چې ۱۵ تنه پولیس او د اردو عسکر وژل شوي او لس تنه طالبانو له خپلو وسلو سره ژوندي نیولي دي.
طالبانو تر دې وخته په رسمي ډول د ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي او نه حکومتي چارواکو په دې اړه رسنیو څه ویلي.
د پکتیکا ولیت نه رارسیدلي خبرونه وایي چې په ( تروه ) ولسوالۍ هم طالبانو خونړۍ جګړه پیل کړي ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button