سعودي: د افغانستان په اړه د علماو نړيوال کنفرانس جوړېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۸) الماس خدرخېل
د سعودي عربستان په کوربهتوب د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د ديني علماو دا کنفرانس به په نږدې راتلونکې يوه مياشت کې جوړ شي.
د سعودي عربستان په رياض کې افغان سفير سيد جلال کريم، تېره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې سعودي عربستان د دې کنفرانس د جوړېدو سره موافقه خودلې او د کنفرانس پر چمتووالي کار روان دی.
هغه که څه هم د دې کنفرانس د جوړېدو دقیقه نېټه ونه ښوده خو ویې ویل، چې تر راتلونکې يوې مياشتې به د نړې له بېلابېلو اسلامي هېوادونو ديني عالمان په دې کنفرانس کې برخه واخلي او په دغه غونډه کې به د افغانستان سره په تړلو مسلو بحثونه او پرېکړې وشي.
ښاغلي کریم د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: “په دې کنفرانس کې د افغانستان مسئله، دغلته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مسئله او د افغانستان له کړکېچ سره تړلې نورې مسئلې بحث کېږي، دیني عالمان به په دې کنفرانس کې بحثونه کوي او هرې نتیجې ته چې ورسېدل هغه به وروسته اعلان شي.”
بايد وويل شي، چې د افغانستان په اړه د سعودي عربستان د حکومت په کوربه توب د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبره سعودي عربستان ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له وروستي سفر وروسته کېږي.
د دې سفر په ترڅ کې ښاغلي عبدالله له سعودي چارواکو د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې وه چې سعودي چارواکو هم ډاډ ورکړی و.



