کندهار: سرتيري بريد پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې، د حوزې امر ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۸) الماس خدرخېل

د کندهار ښار اړوند په نهمه ناحيه کې يو سرتيری بريد شوی، چې پکې يو پوليس وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک رسنيو ته وويل، چې پېښه نن سهار لس نيمې بجې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د تېري اډې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل، په دې موټربم برید کي یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د بريد هدف د نهمې حوزې امر فريد احمد و.

سرچينه وايي، چې په دې سرتيري بريد کې فريد احمد هم برسيرن ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت منلی او وایې په دې موټر بم چاودنه کې یې د نهمي حوزې د مشر فریدمشعل په ګډون اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button