ایا افغانستان به دامن کور شي ؟

تبصره : صفي الله رائد

ایا افغانستان به دامن کور شي؟ ایا په نړۍ به امن خپور شي؟ دا او دېته ورته هغه سوالونه دي چې نړۍ وال او په ځانګړي توګه افغانان یي یو تربله ډیر یادوي. ځکه چې نور نو خلک له جګړې ستړي شوي، سولې ته سترګې په لار او د امن ته انتظار دي.
امن اوس یواځې دافغانان هیــله نه بلکه دنړۍ دټولو قومومنو ستره هیله ګرځېدلې، که تاجک ده امن غواړي، که ازبک ده سکون غواړي، که پښتون صلحه غواړي، دنړۍ نور قومونه هم سکون او سوکالي غواړي، او سکون او سوکالي هلته راتلی شي چې امن راشي ،سوله راشي .
دنړۍ پر مخ به داسې څوک نه وي چې امن ته اړتیا ونه لري، امن ته لیواله نه وي. امن د خپل ځان، عزت، ناموس د ساتنې لپاره ستره وسیله بلل کېږي.له همدې وجې امن ته انسانان څه چې آن ځمکني ټول حیوانات اړتیا لري. امن ته دیو هېواد ســمه او غر اړتیا لري،امن د هیواد شـنه بوټي، شنه فصلونه،ګڼ ځنګلونه اړتیا لري. امن او سوکالي ته دوطن هر ځوان او هره پېغله اړتیا لري. امن ،راحت،او سکون ته هر ورور او هره خور هیــله لري، آرزو لري تمنا لري او له خدای څخه یې غواړي.

امن ته هره سپین سرې، هر سپین ګیری لاس په دعا لري، خپل رب ته سوال لري، زارۍ لري، ژړا لري، څـــه غواړي!
له خدایه ســوله غواړي، امن غواړي، سکون او سوکالي غواړي، نور نو خوشحالي غواړي. خبل رب ته سوال کوي، زارۍ کوي، نور غم نه غواړي، درد نه غواړي، هجر او ماتم نه غواړي.

غمزپلې په سترګو ړنده مورکۍ تر یو ځنډ سلګیو او خپل رب ته زاریو وروســته د ژورو فکرونو او وسوسو ټال وځنګوله، کړېدلې مورکۍ له ځان سره خبرې شروع کړې ، وایي: ایا افغانستان به دامن کور شي؟. ایا دنړۍ پر مخ به امن خپور شي؟ ایا افغانان به بیا په کور شي؟…

آه خدایه! نور د امن په ارمان یو، دسولې په ارمان یو، د آزادۍ او سوکالۍ په ارمان یو، نور مو دعا قبوله کړه! نور ژړا قبوله کړه! خدایه! امن راکړه ! سکون راکړه! نور نو تل پاتې ازادي راکړه.

د تل پاتې ازادۍ او امن په هیــله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button