د کابل په هوايي میدان کې د خلیل الله اندرابي د وتلو مخه ونیول شوه

کابل ټکی کام (۱۳۹۵ لړم ۹) عبدالهادي همت

د میدان وردک ولایت پخوانی امنیه قوماندان خلیل الله اندرابي د کابل په هوايي ډګر کې ترکیې ته له تګه منع شو.

اندرابي وروسته له دې د میدان وردګ  ولایت له امنیه قوماندانۍ لېري شو او له هیواده پر وتلو یې بندیز ولګول شو چې په بغلان کې د ده په موټر کې د طالبانو قوماندان قاري ظاهر وموندل شو.

قاري ظاهر په خنجان ولسوالي کې د پولیسو له لوري په ټپي حالت کې وموندل شو.

له اندرابي څخه د تحقیقاتو لپاره د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ګومارل شوی و خو تراوسه پوري په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي چې د تحقیقاتو نتیجه څه شوه.

اندرابي  د طالبانو د قوماندان د لېږدولو تور رد کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button