ماریا زخاروا: د امریکا لخوا په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه د اندیښنې وړ ده

کابل ټکی کام: لړم ۱۰ مه، ۱۳۹۵ل ( بصیراحمد پاڅون
د روسیې د بهرنیو چارووزارت ویانده (ماریا زخاروا) وایي چې په تیرو ۹ میاشتو کې د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو په ترڅ په افغانستان ۲۵۶۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۸۳۲ تنه ټپیان شوي دي چې په دې کې زیات شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د امریکې او روسیې تر مینځ په دې نږدې وروستیو کې اړیکې زیاتې ترینګلي شوي دي خو مالومه نه ده چې روسیې ولې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ارقام خپاره کړي دي.
سیاسي شنونکي وایي : که د امریکایانو له خوا په افغانستان کې په ډله ایزه توګه ملکي وکړي وژل کیږي نو روسیې هم په سوریا کې د مسلمانانو عام وژنه پیل کؤي ده او هره ورځ د خونړیو بمباریو په ترڅ کې له څیرمه ملکي وګړي وژني.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنو ارقام خپریدل دا ښیي چې روسیه په تدریجي ډول غواړي په افغانستان کې د امریکا او ناټو سره مقابله پیل کړي.
سیاسي شنونکي وایي چې امریکا او روسیه دواړه د مسلمانانو د وژنې په اړه په یو ردیف کې قرار لري. مګر امریکا نور له افغانستان څخه د پښو سپکولو په درشل کې ده او روسیه غواړي امریکا په افغانستان کې ښکیل او وځپي.
چې په دې جګړه کې به یوځل بیا افغانان دل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button