اوباما له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو په ویستلو کې اندېښمن دی

کابل ټکی کام ۲۳میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د یوې باوري سرچینې د راپور له مخې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په ټولیزه توګه د ویستلو په اړه اندېښمن دی.
په راپور کې راغلي دي چې اوباما په دې وروستیو کې د کندز ولایت د سقوط، د حقاني، القاعده او جندالله په ظهور اندېښنه ښودلې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د خپور شوي راپور له مخې چې د امریکا لوړ پوړي مقاماتو خبر ورکړی دی چې اوباما غواړي په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره یو شمېر ځواکونه پریږدي.
راپور کې راغلي دي چې له ۲۰۱۱م کال را هیسې وسلوالو طالبانو د افغانستان زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي، او القاعده هم تر اوسه د هېواد په ځینو غرونو کې ځای لري.
د افغانستان اوسني کړکېچن حالت ته په کتو سره پنټاګون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوې برخې پاتې کېدل الزامي بولي.
تر اوسه پورې مالومه نه ده چې له ۲۰۱۷م کال وروسته به څومره امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي.
خو ځیني سرچینې وايي چې سپینه مانۍ غواړي د ناټو د قوواوو سره یو ځای په هېواد کې ۳ نظامي اډې ولري، تر څو له همدغو نظامي اډو څخه په وسلوالو د بریدونو رهبري وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button