ليکنه:محمد اعزاز علي
ژباړه: مفتي قانع
اصمعي رحمه الله وايي چې زه يوه ورځ جعفر بن يحی رح ته ورغلم ،هغه راته وويل: اياته مېرمن لرې؟
ما وويل : نه!
بيا يې راته وويل: ايا وينځه لرې؟
ما وويل: هو ! دخدمت لپاره مې يوه وينځه شته.
. بيا يې وويل: خوښه دې نه ده چې يوه پاکه او ښکلې وينځه درکړم ؟
ماوويل: ولې نه ! داسې وينځې ته خو ډېره اړتيا لرم.
هغه يوه وينځه راوبلله چې ډېره ښکلې، دښې بڼې اوخوشال بخت خاونده وه؛ نو جعفر هغې ته وویل: ته مې دې سړي ته وبښلې او ماته يې وویل: درسره روانه يې کړه.
ماترې ډېره مننه وکړه ،کور وداني مې ورته ووايله. وينځه په ژړا شوه او په سلګوسلګو يې خپل بادار ته وويل: ايا ته مادې بوډا ته ورکوې؟ سره له دې چې ستا ټولې ښېګڼې مې سترګو کې دي او دا خو ډېر بدرنګ دی، ډېر فريادونه يې ورته وکړل.
نو جعفر راته وويل: اصمعي خوښه دې نه ده ، چې وينځه راته پرېږدې او دهغې په بدله کې زر ديناره درکړم ؟
ما ورته وويل: خوښه مې ده .
هغه زر ديناره راکړل ،وينځه بيرته دنوموړي ودانۍ ته ننوتله . بيا يې راته وويل چې ماته ددې وينځې يو خوی ډېر ناخوښه وه ،چې دستا په وسېله مې ورته اوس سزا ورکړه او هغه مې وځوروله او بيا مې بېرته ستا له امله پرې رحم هم وکړ.
ماورته وويل: اميرالمؤمنينه! ولې دې زه دمخه خبر نکړم ما به ږيره نه ګومنځوله، پګړۍ به مې نه سموله او په خپل اصلي بڼه به مې ورسره ملاقات کړی ؤ او که زه يې په خپله اصلي بڼه ليدلی وای په خدای قسم چې بيا به يې هېڅکله کوم داسې حرکت نه وای کړی چې له کوم ځنې دستا کرکه کېدله.
نوموړی زياتوي : ماچې دچا دبدشکلۍ يادونه کړې هغه بيا خدای پاک په علم سينګار کړی ؤ، چې له امله يې په ټوله نړۍ کې تر اوسه شهرت لری.
دناوړه بڼې څښتن ته اړينه ده چې ښه کړه وړه ولري او دښايسته خويونو له زيرمو څخه برخمن وي، ځکه چې په يو کس کې بايد دوه بدرنګۍ يوځای نشي ، له همدې امله ويل کېږي چې قيس مخذومي ډېر بدرنګ و ؛ مګر بياهم دهغه په څېر پرهېزګار او پاک لمن خلک په هغه وخت کې ډېر کم کم ترسترګو کېدل څښتن دومره عزت ورکړی و چې دمکې مکرمې والي ټاکل شوی ؤ.


















