جرمني چاپېریال ته غیر مضر رېلګاډی جوړ کړی

کابل ټکی کام ۱۲لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د جرمني (Die Welt) نومي ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې جرمني د سې شنبې په ورځ داسې رېلګاډی نندارې ته وړاندې کړ، چې چاپېریال ته هېڅ زیان نه رسوي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې چې دغه رېلګاډی د فرانسې د (Alstom) کمپنۍ په غوښتنه جوړ شوی دی.

«د فرانسې الستوم کمپنۍ له جرمني څخه د دا ډول ۱۴ رېلګاډو غوښتنه کړې وه او ویلي وو، که کامیاب شول نور به هم اخلي.»

د دغه رېلګاډي انرژي د اوبو بخار دی.

دغه رېلګاډی به د روان کال په ډسمبر میاشت کې وازمویل شي.

د دغه رېلګاډي له ځانګړتیاوو څخه یوه دا هم ده، چې په هر ساعت کې د ۸۷ میله سرعت په طی کولو سره ۵۰۰ میله کوچ کولی شي.

هالنډ، ناروې او ډنمارک هم د دغه ګاډي اخیستلو ته لېوالتیا ښودلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button